هندوکش ته رسیدلي معلومات ښیي، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په بیشکپه سیمه کې تېره شپه د غلو او انسان تښتوونکو د یوې څلور کسیزې ډلې درې تنه ژوندي نیول شوي او یو تن یې وژل شوی.
یادې ډلې یو تن هېوادوال اختطاف کړی و او دغه ډله وړاندې لا د استخباراتي ځواکونو تر څارنې لاندې وه.
د انسان تښتوونکو دغې ډلې باندې هغه وخت عملیات ترسره شول، چې یو تن هیوادوال یې اختطاف کړی و، اختطاف شوی شخص ژغورل شوی او د انسان تښتوونکو ډلې درې تنه ژوندي نیول شوي او یو تن یې د عملیاتو پر مهال وژل شویدی.
نیول شوي کسان د نورو څیړونو په موخه اړوندو څانګو ته سپارل شوي دي.