په افغانستان ک د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وايي، اسپانیې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د یو مېلیون مرستو اعلان کړی دی.
یادې ادارې ویلي، دغه مرسته د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکول کېږي.
اوچا ویلي، په افغانستان د اقتصادي بحران د بشري مرستو اړتیا لاپسې سخته کړې ده.
د اوچا په خبره، د افغانستان د نفوس تر نیمايي ډېر وگړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
له بل لوري د خوړو نړیوال پروگرام(WFP)وايي، روسیه په افغانستان د ۱۵۰ زره کسانو د ژوند ژغورلو په موخه د یو مېلیون ډالرو مرسته کوي.
د خوړو نړیوال پروگرام(WFP)وايي، د روسیې په دې مرستو سره به د ۲۱ زره بېوزلو کورنیو لاسنیوی وشي. یاد سازمان ویلي، افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او بیړنیو مرسته ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروگرام(WFP) ویلي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۵۷ مېلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري، چې په افغانستان کې د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې له بېوزلۍ څخه کړېږي.