د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات کې د گلبهار د سمنټو ودانۍ جوړولو چارې سبا پیلېږي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کانونو چارسمبالي وزیر شهاب الدین دلاور د گلبهار گروپ شرکت له رئیس سره لیدلي او نوموړي ویلي، چې سبا به د گلبهار د سمنټو ودانۍ چارې پیل شي.: «د گلبهار گروپ شرکت رئیس د هرات په زندهجان سیمه کې د گلبهار سمنټو د ودانۍ د عملي کار، د پیل په اړه چې سبا به پیل شي، خبرې وکړې ویې ویل: د یو کال په موده کې به دغه شرکت د سمنټو تولید پیل کړي، چې د کال به یو مېلیون ټنه سمنټ استخراج کړي.»
نوموړي ویلي، گلبهار گروپ په کور دننه او بهر په جلا جلا برخو کې پانگونه کړې او اوس غواړو چې د سمنټو د تولید په برخه کې هم پانگونه وکړو. «د دې پروژې په پیلېدو سره به زرگونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او له هېواد څخه به د هغوی د وتلو مخه ونیول شي. دغه کارخونه به وکولی شي هر کال یو مېلیون ټنه سمنټ تولید کړي او هڅه کوو چې دا ضرفیت د وخت په تېرېدو سره لوړ کړو.»
د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژه د ۱۴۲ مېلیونه امریکايي ډالرو په پانگونې سره د ۳۰ کلونو لپاره د ګلبهار گروپ سره یې تړون شوی، چې په مستقيم ډول به له ٥٠٠٠ زرو څخه زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي او افغانستان به د سمنټو په برخه کې پر ځان بسيا او صادرات به هم ولري.: «په افغانستان کې د هر اړخيز امنيت او د پانگونې د مناسبو فرصتونو په لرلو سره، ملي او نړيوال پانگهوال کولی شي په پوره ډاډ سره د هېواد په کاني زېرمو کې پانگونه وکړي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان په هېواد کې د کارخونو فعالېدو ته خوښ دي.
د دوی په خبره، کارخونې کولی چې د هېواد اقتصادي حالت ښه کړي او زرگونه ځوانان په دندو وگماري.افغانستان هر کال ۴۵۰ ډالرو په ارزښت سمنټ له گاونډو هېوادونو څخه واردوي.
اوسمهال په هېواد کې د بغلان د غوري سمنټو کارخونه یوازې د هېواد ۶سلنه اړتیا پوره کوي.
د غوري سربېره د کندهار، جبل السراج او هرات د سمنټو کارخونې هم فعاله دي او تمه شته چې څو کلونه وروسته به افغانستان د سمنټو په برخه کې پر ځان بسیا شي.