د ننگرهار د کانال شرکت مسوولین وايي، د دغه شرکت اړوند د زیتونو بڼونو حاصلاتو څخه به سږ کال ۱۸۹ زره لیتره د زیتونو تېل تولید شي، چې د پرو سږکال په پرتله به څلور برابره زیات وي.
له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پرو سږکال د زیتونو د تېلو حاصلات ۴۱ لیټره وو، خو سږ کال تمه لري چې دغه شمېره به ۱۸۹زره لیټرو ته ورسېږي.: «پرو سږکال د دې شرکت اړوند د زیتونو حاصلاتو څخه ۴۱ زره لیټره د زیتونو تېل او ۱۲ ټنه د زیتونو اچار تولید شوې و، خو سږکال به له دغو زیتونو دانو څخه ۱۸۹ زره لیټره د زیتونو سوچه او خالص تېل او ترڅنگ یې۳۰ ټنه د زیتونو اچار تولید شي.»
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي.
د یو بل خبر له مخې، د کرنې وزارت د ننگرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د جوړېدونکو ۱۵ چکډیمونو څخه یې څارنه کړې او جوړېدونکو شرکتونو ته یې ویلي، چې د چکډیمونو جوړولو ته دې ځانگړی پام کوي.
دغه چک ډېمونه د کرنې وزارت له خوا د اوبو زېرمه کولو، د سېلابونو د کنټرول، د کروندو د تخریب د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړېږي.