Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل ته د پنچشېر سیند د څښاک اوبو د لېږد چارې چین مخته وړي
    افغانستان

    کابل ته د پنچشېر سیند د څښاک اوبو د لېږد چارې چین مخته وړي

    صابر افغانصابر افغان22 اپریل 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دغه وزارت او چین د تویار صنعتي شرکت تخنیکي ډلو له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې مسیر څخه د لیدنې او اروزنې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی و.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تخنیکي ډلو د دغه سفر پر مهال د پورتني پنجشېر (بازارک) سیندیزې فرعي حوزې رئیس فضل الله عادل، د پنجشېر له والي محمد آغا حکیم سره کتلي او له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله کړې.

    د خبرپاڼې له مخې، د پنجشېر والي تخنیکي ډلو ته له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې او د پنجشېر په کچه د نورو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

    په دغه لیدنه کې د پنجشیر والي نوموړو تخنیکي ټیمونو ته له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږد پروژې او د پنجشیر ولایت په کچه د نورو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

    د پنجشېر له سيند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه ١٢٠ کيلومتره اوږدوالی ولري، چې د پنجشېر له مرکز بازارک څخه پيل او د کابل په تره خېلو سيمه کې پای ته رسېږي.

    د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د پنجشېر له سینده کابل ته د اوبو لېږد شاوخوا ۱۷۰ مېلیونه ډالره لگښت لري، چې د دغه وزارت له بودیجې ورکول کېږي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په کابل کې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

    اوسمهال په کابل ښار کې شاوخوا ۸۰ د څښاک اوبو رسونې خصوصي شرکتونه فعالیت کوي، چې نږدې ۶۰۰ زرو کسانو ته د څښاک اوبه رسوي.

    د شمېرو له مخې، ۴.۵ ېیلیونه خلک په کابل ښار کې د اوبو رسونې خدماتو ته لاسرسی نه لري او یوازې یو نیم مېلیون ښاریانو ته دغه خدمات وړاندې کېږي.

    د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولینو په خبره، کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژه له نن ۱۲ کاله وړاندې طرحه او وړاندیز شوې وه، چې د آسیا پرمختیايي بانک له لوري یې مالي ملاتړ کېده.

    خو اوسمهال د دغه پروژې په گډون ډېری زیربنايي پروژې د بهرنیو ډونرانو له لوري نه تمویلېږي.

    ټاکل شوې چې د دغه پروژې په واسطه به په کلني ډول له پنجشیر سیند څخه سل میلیون متر مکعب اوبه کابل ښار ته انتقال شي او له دغو اوبو به د کابل ښار په یوولسمه، اتلسمه، پنځلسمه، نولسمه او یوویشتمه ناحیو کې شاوخوا خلکو د څښاک لپاره استفاده وکړي.

    مخکینۍ مقالهد روسیې او افغان حکومت اړیکې
    راتلونکي مقاله غزه: نصر روغتون کې ډلییز قبر موندل شوی او شاوخوا ۱۹۰ تنه مړي ترې را ایستل شوي دي

    مربوطه لیکنې

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    25 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 جون 2025

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د فاریاب او لغمان ولایتونو…

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایراني استخباراتو تر ۷۰۰ زیات اسرائیلي جاسوسان نیولي

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    25 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایراني استخباراتو تر ۷۰۰ زیات اسرائیلي جاسوسان نیولي

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.