Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک د وروستي راپور ځینې برخې رد کړي دي
    افغانستان

    اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک د وروستي راپور ځینې برخې رد کړي دي

    صابر افغانصابر افغان23 اپریل 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور ځینې برخې رد کړي او ځینې برخې یې ستایلي دي.

    له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د نړیوال بانک په وروستي راپور کې ویل شوي، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادي وضعیت ټکنی دی.

    د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی، بازار ته د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کولو کې کموالی راغلی او په سوداگرۍ کې هم کسر موجود دی.

    همدا راز په دغه راپور کې ویل شوي، چې د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی، په هېواد کې د نشه‌يي توکو کرکېله ۹۰ سلنه کمه شوې او د ۲۰۲۳ز کال لپاره له ټاکلي هدف څخه ۹ سلنه زیات عواید راټول شوي دي.: «د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دغه راپور هغه برخې چې مثبتې او پر واقیعتونو ولاړې دي ستايي او هغه برخې چې له عیني واقیعتونو څخه لرې دي ردوي.

    ځکه د اسلامي امارت راتگ وروسته د کورني ناخالص تولید اندزه زیاته شوې، د خوراکي او غیرخوراکي توکو د قیمتونو د ټیټوالي اساسي علت په کور دننه د دې توکو تولید کې زیاتوالی دی.»

    په اعلامیه کې ویل شوي، د معقولو پولي سیاستونو پر اساس د مارکېټ ارزونې او تقاضا له مخې بازار ته افغانۍ عرضه شوې، د سوداگرۍ د کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختگ شوی.:«د مثال په ډول ویلی شو چې په ۱۴۰۰ ل کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت شاوخوا ۸۵۰ مېلیونه ډالرو و؛ خو په ۱۴۰۲ل کال کې د صادراتو کچه دوه مېلیارده ډالرو ته ورسېده او د تېر په پرتله د وارداتو اندازه هم کمه شوې، چې اساسي علت یې په کور دننه د خوراکي او ناخوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی دی.»

    د اعلامیې له مخې، اسلامي امارت په هېواد کې د کانونو، زېربنا، صنعت، کرنې او نورو برخو کې هم سلگونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې ښه بېلگه یې د ۱۴۰۳ ل کال د وري میاشت کې د ۱۶.۵ مېلیارده افغانیو په ارزښت د ۹ بېخي بنسټو پروژو پرانیسته ده.:«د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو د کرکېلې بندېدو له امله سلگونه زرو بزگرانو خپل عاید له لاسه ورکړی.

    اسلامي امارت دا مني چې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کرکېله بندیز لگولی او بزگرانو ته یې د بدیل کښت برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او ترڅنگ یې له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې اړه خپل مسوولیت اداء کړي.»

    په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې، د افغانستان کنگل شوې شتمني ازاده او د پراختیايي پروژو د تمویل ترڅنگ په نورو برخو کې همکاري وکړي، په پایله کې به یې نوي کاري فرصتونه رامنځه او د هېواد پر اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز ولري.

    مخکینۍ مقالهملت سټیل: تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به افغانستان د گول سیخ په برخه کې پر ځان بسیا شي
    راتلونکي مقاله خوست کې پر لسگونه جریبه ځمکه د املوکو بڼونه جوړېږي

    مربوطه لیکنې

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    25 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 جون 2025

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د فاریاب او لغمان ولایتونو…

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایراني استخباراتو تر ۷۰۰ زیات اسرائیلي جاسوسان نیولي

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    25 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایراني استخباراتو تر ۷۰۰ زیات اسرائیلي جاسوسان نیولي

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.