لیکوال: اېمل پښتون
د ۳ کلنو شهزاده ګانو عياشي او د ناکامو څېرو، د جهادي او مقاومتي سوداګرو کورنیو بیا را ژوندي کول، د بایللو حیثیتونو بیا ځلې احیا، نوی رهبریت او د منفورو څېرو بیا ځلې شخصیت سازي؛ دا هغه څه دي، چې د بشپړو قومونو سرنوشت پکې لوبول کېږي.
پوره شل کاله د دې لپاره زيات کار شوی و، چې په افغانستان کې اوسېدونکي قومونه له افغانیت سره په تصادم او ټکر کې واقع شي، خيالي هېوادونه ورته ترسیم شوي وو، دا هر څه د شخصي ګټو لپاره ترسره کېدل، خو چې کله زور ورباندې راغی، ولسونه يې له خپل خوب او خيال سره ویده پرېښودل او دوی د خلکو په سرونو جوړو شويو بنګلو ته ځانونه ورسول.
د دې خلګو هماغه وخت هم جهاد هدف نه و، بلکې دغه تنظیمي لنډغرو ته د جهاد تر عنوان لاندې د پیسو او قدرت یوه فاسده سوژه په لاس ورغلې وه، د دغه کورنیو اقتصادي او سیاسي جوړښت له روسي اشغال څخه سرچینه اخلي.
زموږ او تاسو د ځوانانو د پاکي عقیدې او احساساتو څخه یې استفاده کوله، خو دوی پخپله د صحنې شاته د پیسو او واک په بدل کې پر هر ګام او پنډل باندې لکه بدلمنې ښځې خرڅ شوي وو او په هره وطن پلورنه، جاسوسي او د هیواد ورانولو په بیه یې ځان واک ته رساوه.
په ډالرو اموخته او د دمبورې نسل، صرف د ډالرو په لټه کې دي، په خپلو مېرمنو يې سر عام تجارت شروع کړی، هغوی په افغاني لباس کې ميدان ته رابولي او د غربي کافرانو په مخکې يې نڅوي، ترڅو پرې پيسې وګټي.
په تېرو دوو ورځو کې مو د پرځېدلي او سمبولیک جمهوریت د ځینو اشخاصو نوي تخلصي نومونه واورېدل، یاد نومونه ډېر جالب او د خپلو کړنو پایله یې بللی شو.شش و نیم چکچکي، عطا نور بي نور، نور تاریکي، جنرال پشقل (پچه) چوکره های جمهوریت…. که چیرې فکر او سوچ وکړو، پخواني چارواکي ښه تللی شو.
د اندرابي څرګندونې د لوېدلي حیثیت او بایللي شخصیت د بیا ځلې احیا په پار ترسره شوي، هغه دا مانا نه لري، چې ګویا حقيقت یې برملا کړ، جمهوریتیان هغسې خلک تېر شوي، چې هر رقم نوم ورباندې کېږدې د دوی په حق کې صدق کوي.
خبره د تاجک نژادو د رهبریت ده، دی په دې سره غواړي خپل ځان تر یو بل رهبریته ورسوي او ملاتړ پیدا کړي، دی هم د خلکو پر سر هغسې پیسې جمع کړي، کوم چې د مقاومت د مشرتابه شخصي جیب ته ځي.
په جبهه کې د مشرتابه په کچه اختلاف، په شخصي ګټو راڅرخي، افسوس زموږ د تاجکو نژادو وروڼو په حال، کوم چې اوس هم نه پوهېږي.