Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل کې له پولي‌تخنیک پوهنتون څخه د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۷۵۹ تنه فارغ شول
    افغانستان

    کابل کې له پولي‌تخنیک پوهنتون څخه د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۷۵۹ تنه فارغ شول

    صابر افغانصابر افغان1 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د کابل له پولي‌تخنیک پوهنتون څخه د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۷۵۹ تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

    له لوړو زده‌کړو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د فراغت په دغه غونډه کې گڼو دولتي مسوولینو هم گډون کړی وو.

    د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، چې د ا.ا.ا په مختلفو برخو کې مسلکي کادرونو ته اړتیا لري چې نظام به د خدمت زمینه ورته برابروي او ملاتړ به یې کوي.

    د لوړو زده‌کړو چارسمبالي وزیر مولوي نداء محمد ندیم فارغ شوو محصلانو ته وویل، چې خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي، ماسټري او دوکتورا برنامو ته شامل شي او د خپل مسلک له لارې هېواد ته خدمت وکړي.

    نوموړي زیاته کړه، چې د ا.ا.ا د خپلو فارغو شوو انجنیرانو او علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې او کار زمینې برابرولو په فکر کې دی: «په نړۍ کې یوازېنی کامیابه نظام هغه دی چې امیر او مشر یې د رعیت د دنیا او اخرت په فکر کې وي او دا هغه څه دي چې اسلامي امارت په عمل کې ثابت کړي دي»

    همداراز د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د اسلام زرین تمدن ته په اشارې سره وویل چې اسلام تر نورو ادیانو زیات د تخنیک علم ته ارزښت ورکړی دی.

    د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له ۷ پوهنځیو او ۱۷ څانگو څخه ۲۲۲ د ماسټري او ۵۳۷ د لېسانس په کچه محصلين فارغ او د هېواد د ودانولو لپاره ټولنې ته وړاندې شول.

    مخکینۍ مقالهخوست کې درېیو تنو ته تعزیري سزا ورکړل شوې
    راتلونکي مقاله د پکتیا د وهلو شوو ځنگلونو د بیا زرغونو په پار ۶۶زره نیالگي کرل شوي

    مربوطه لیکنې

    متقي د یوناما نوي مرستیال سره لیدنه کې د بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کړی

    28 جون 2026

    پنجشېر کې د منرالونو د استخراج لپاره د جوازونو د وېش لړۍ پیل شوه

    27 جون 2026

    تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۸۵۰۰ تنه بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    27 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 28 جون 2026

    ناپېژانده وسله‌والو نایجریا کې ۱۷ بزګران وژلې

    انډپنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ناپېژانده وسله‌والو د نایجیریا زامفارا ایالت کې ۱۷ بزګران وژلي…

    متقي د یوناما نوي مرستیال سره لیدنه کې د بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کړی

    28 جون 2026

    جاپان کې د ریښتر په کچه ۶.۱ درجې زلزله شوې

    28 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ناپېژانده وسله‌والو نایجریا کې ۱۷ بزګران وژلې

    28 جون 2026

    متقي د یوناما نوي مرستیال سره لیدنه کې د بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کړی

    28 جون 2026

    جاپان کې د ریښتر په کچه ۶.۱ درجې زلزله شوې

    28 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،169 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،110 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،223 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.