Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په هرات کې د کېمیاوي سرې د تولید کارخونه پرانیستل شوه
    افغانستان

    په هرات کې د کېمیاوي سرې د تولید کارخونه پرانیستل شوه

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش4 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د هرات ځايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د کېمیاوي سرې د تولید لومړنی شرکت د هرات په صنعتي ښارگوټي کې پرانیستل شو.


    له هرات له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کېمیاوي سرې د لومړۍ کارخونې جوړېدل به په هېواد کې د کرنیزو تولیداتو په برخه کې مهم ثابت شي.


    په خبرپاڼه کې د هرات د مرستیال والي مهاجر فراهي له قوله ویل شوي، د کورنیو تولیداتو وده او پر ځان بسیا کېدل د اسلامي امارت تگلاره ده.


    ښاغلي فراهي په هرات کې پانگه‌والو ته ډاډ ورکړی، چې د پنځوس زره جریبه ځمکې په ځانگړې کېدو سره به د صنعتي ښارگوټي د پانگه‌والو د کمښت ستونزه په بشپړه توگه حل شي.


    نوموړي له صنعتکارانو وغوښتل چې د خپلو توليداتو د کيفيت په لوړولو کې زيات کار وکړي او له خلکو يې هم وغوښتل چې د ملي توليداتو په کارولو سره د کورنيو توليداتو د ودې او پر ځان بسياينې لپاره زمينه برابره کړي.


    د یادولو وړ ده چې د فیضي رحیمي سرې شرکت د ۵۴۰ زره ډالرو په پانگونې سره په افغانستان کې د کېمیاوي سرې د تولید د لومړۍ او سترې کارخونې په توگه په فعالیت پیل کړی دی.


    یاده کارخونه به په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ څخه تر ۲۵ ټنه کېمیاوي سره تولیدوي او ورسره به هیومیک اسید، کلسیم نایټریټ، گراپ مکس، سبست او په نړیوالو معیارونو پوډري کېمیاوي سرې توليدېږي، چې بزگران کولی شي د کرنې د ودې په خاطر ترې گټه واخلي.


    اوسمهال په هرات کې سلگونه کارخونې فعاله دي، چې بېلابېل توکي تولیدوي او ورسره یې زرگونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

    مخکینۍ مقالهد «لته‌بند» له لارې د کابل ـ سروبي سړک پاتې چارې بشپړېږي
    راتلونکي مقاله ازبېکستان: افغانستان او پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پروژه به راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړه شي

    مربوطه لیکنې

    د زمري ۲۸مه له انګريزي ښکېلاک څخه د ازادۍ په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوه

    17 اگست 2025

    خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړي

    16 اگست 2025

    د هرات ولایت د برښنا پیاوړتیا په موخه د نږدې ۴۱ میلیونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسلیک شول

    16 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 17 اگست 2025

    د زمري ۲۸مه له انګريزي ښکېلاک څخه د ازادۍ په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوه

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، راتلونکې سه شنبه د زمري د میاشتې ۲۸مه…

    پښتونخوا کې د سېلابونو له امله مرګ‌ژوبله تر ۱۰۰۰ تنو واوښته

    17 اگست 2025

    امریکا د غزې اوسېدونکو ته د ویزو ورکولو بهیر ودراوه

    17 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د زمري ۲۸مه له انګريزي ښکېلاک څخه د ازادۍ په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوه

    17 اگست 2025

    پښتونخوا کې د سېلابونو له امله مرګ‌ژوبله تر ۱۰۰۰ تنو واوښته

    17 اگست 2025

    امریکا د غزې اوسېدونکو ته د ویزو ورکولو بهیر ودراوه

    17 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،944 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،964 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.