د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د کابل ـ جلالاباد د دویم سړک څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې د کابل ـ جلالاباد په لومړني سړک د غر ښویېدنې او گڼهگوڼې له امله گڼې ترافیکي پېښې کېږي او اړتیا ده چې دویم سړک جوړ شي.
له اقتصادي مرستیال دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې لیدنې پر مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د ټولگټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي مولوي امین الله عبید او د ننگرهار والي ملا محمد نعیم اخوند هم وو.: «د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل – جلالاباد دویم لین سړک د هېواد له مهمو سوداگريزو لارو څخه ياد کړ. په دې لار په ورځني ډول سلگونه باروړونکي او مسافر وړونکي موټر تگ راتگ کوي.
د کابل جلالاباد پر لومړي سړک د زیاتې گڼهگوڼې او ځينې وخت د غره د ښویېدو له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې په پايله کې يې هېوادوالو ته ځاني او مالي زيانونه رسېږي.
نو اړتيا ده چې د دغه سړک دویم لين هم جوړ شي، څو ترافيکي پېښې راکمې، سوداگريز توکي په وخت انتقال او د هېوادوالو ژوند وژغورل شي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل ـ جلالاباد دویم لین سړک جوړولو پروژې عملي چارې یې په خپلو لومړیتوبو کې نیولې او د امیرالمؤمنین له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
د کابل ـ جلالاباد دویم سړک چارې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې پیل شوي؛ خو د بېلابېلو لاملونو له مخې تر اوسه د دغه چارې چارې بشپړې شوې نه دي.
پرو سږکال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر جلالاباد ته په خپل رسمي سفر پر مهال ویلي وو، چې د دغه سړک چارې یې په لومړیتوبو کې دي.
د کابل ـ جلالاباد لومړنی سړک د غر ښویېدنې، گڼهگوڼې او ترافیکو پېښو له امله هره اوونۍ د لسگونه تنو خلکو ژوند اخلي.