د هرات ځايي مسوولین وايي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري د تورغونډۍ ـ رباط پریان د اورگاډي پټلۍ د سروې او ډېزاین هوکړهلیک لاسلیک شو.
د هرات له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې هوکړې د لاسلیکېدو په مراسمو کې د اسلامي امارت د مرکزي او سیمهییزو چارواکو، سوداگرو، پانگهوالو او د خصوصي شرکتونو استازو برخه لرله.په خبرپاڼه کې د هرات د والي اسلامجار له قوله ویل شوي، دغه پروژه افغانستان او هرات ته ډېره ارزښتناکه ده او افغانستان به له گاونډیو هېوادونو سره ونښلول شي.: «دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې په یوه ورځ کې د دوو لویو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې گډون کوو او د هرات د خلکو او خصوصي سکتور په استازیتوب د ټولگټو وزارت څخه مننه کوو چې د دې پروژې کار يې پیل کړ. د اورگاډي پټلۍ جوړول د هرات د خلکو لپاره ډېر ارزښتناک او گټور دي چې له گاونډيو هېوادونو او سيمې سره د هرات په نښلولو کې به د پام وړ رول ولوبوي.»
د افغان جرمن باختر شرکت رئیس سلطان احمد سروري د هوکړې د لاسیک په مراسمو کې وویل، چې روانه اوونۍ کې له روسیې څخه د دوی ټیم هرات ته د کرښې د کیلومتر د مشخص کولو په موخه راځي، چې د سروې وروسته به د ډېزاين چارې پيل شي او دغه کرښه به د بهرنيو هېوادونو د هوايي کمرو او متخصصو کاري ځواک په مرسته په درېيو تر څلورو مياشتو کې سروې او ډيزاين شي.
د دې سربېره په هرات کې د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار هم پیل شو، چې له جوړېدو سره به یې افغانستان له ایران ونښلوي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رئیس بخت الرحمن شرافت وايي، د تورغونډۍ-هرات اورگاډي پټلۍ ډېره مهمه پروژه ده چې موږ به د روسیې، اذربایجان، تور سمندر او امریکایي هېوادونو سره ونښلوي.:«د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې منځ ته راغلي فرصتونو څخه گټه واخلي او د سوداگریزو اړیکو ټینگښت لپاره هڅه وکړي.»
نوموړي ویلي، د هېواد پرمختگ د اورگاډي پټلۍ او هوایي ډگرونو پسې تړلی او ا.ا.ا هڅه کوي چې افغانستان د هېوادونو ترمنځ په سوداگریزې څلور لارې بدل کړي.د یادې پروژې هوکړهلیک د گاما سهامي شرکت سره شوې.
د هرات ـ خواف ۴۷ کیلومترو په اوږدو سره به د اتلسو څخه تر ۲۴ میاشتو په موده کې په یوه ترمینال سمبال بشپړه کړي. په دغه پروژه ۵۳ مېلیونه ډالر لگښت راځي.