Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي
    افغانستان

    په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش1 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې د غلاوو، قمار، غصب، اخلاقي فساد، ناقانونه وسلو ساتلو او نورو جنايي جرمونو په تړاو یې ۴۸ تنه نیولي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ۱۲ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نورستان، ۱۰ مجرمین په کندوز، اووه تنه په فاریاب کې د قمار په تړاو، څلور غله په جوزجان، درې تنه د غصب په تړاو په هرات، پينځه تنه د قمار په تړاو په سرپل، دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په بلخ، دوه غله په تخار، دوه تنه د نظامي تجهیزاتو د ساتلو په تړاو په کاپیسا او یو غل په سمنگان کې نیول شوی دی.

    د خبرپاڼې له مخې، همدرانگه ترهگرۍ سره د مبارزې پولیسو د کاپیسا په اړوند سیمو کې زرگونه سپکې او درنې مرمۍ موندلي او ضبط کړي یې دي.

    د یو بل خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په تخار، نورستان او دایکندي ولایتونو کې ۱۱ جریبه د نشه‌يي توکو کښت اړولی دی.

    «همداراز پولیسو د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو دوه تنه په ننگرهار کې له ۱۰ کیلو شیشې سره، درې تنه په فراه، دوه تنه په دایکندي او یو تن په کاپیسا ولایت کې نیولی دي.»

    یاد وزارت ویلي، په هېواد کې د بشپړ امنیت په موخه پولیس شپه او ورځ هلې ځلې کوي، څو مجرمین ونیسي او عام خلک په ارامۍ د ژوند چارې پر مخ یوسي.

    مخکینۍ مقالههلمند کې گڼې وسلې د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورغلې
    راتلونکي مقاله نن او سبا ته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو وړاندوینه شوې

    مربوطه لیکنې

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025

    تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    21 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2025

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ګیلان ولایت په…

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    21 جولای 2025

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.