Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»عدلیې وزارت: په کابل کې څه‌باندې ۵۵زره جریبه غصب شوې ځمکه استرداد شوې ده
    افغانستان

    عدلیې وزارت: په کابل کې څه‌باندې ۵۵زره جریبه غصب شوې ځمکه استرداد شوې ده

    صابر افغانصابر افغان5 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عدلیې وزارت مسوولین وايي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د خپل فعالیت له پیل راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو برخو او ولسوالیو کې څه باندې ۵۵ زره جریبه ځمکه له تثبیت او تشخیص څخه وروسته، له غاصبانو څخه استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو ځمکو کې د ملاتره‌خېل ښارگوټي څه باندې ۳۷ زره جریبه ځمکه، د نادرخان تپې د ساحې ۲۶۰۰ جریبه ځمکه، د ده کیپک تپې ۵۵۵ جریبه ځمکه او د کابل په بېلابېلو برخو کې زرگونه جریبه نورې ځمکې شاملې دي.: «دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په کابل او ولایتونو کې د ښارگوټو د بررسۍ په حال کې دي او په دغو ښارگوټو کې د امارتي ځمکو د غصب په صورت کې یې استرداد کوي.»

    د خبرپاڼې له مخې، د کابل ښار په اتمه او دوه ویشتمه ناحیو کې د درېيو ښارگوټو ځمکې چې د میرویس ښارگوټی، د سیدجمال الدین ښارگوټی او د ځاځي ښارگوټی په کې شامل دي، د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس، شخصي تثبیت شوي او په شاوخوا کې یې امارتي ځمکې له هغو څخه جلا شوي دي.:«د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون پر دغو ځمکو کومه ادعا نه لري او مالکان یې کولی شي د ښاري پلان له مخې او د ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ ادارې سره په همغږۍ په دغو ښارگوټو کې کار او ساختماني چارې تنظیم کړي او پر مخ یوسي.»

    یاد کمېسیون د کابل سربېره د هېواد په ټولو ولایتونو کې زرگونه جریبه ځمکه د غاصیبنو له منگولو اذاده کړې او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

    مخکینۍ مقالهحنفي: افغانستان په هره برخه کې پوهو کادرونو ته اړتیا لري
    راتلونکي مقاله روسیه ولې افغانستان ته نږدې کیږي؟

    مربوطه لیکنې

    تېر کال له سل زرو زياتو بهرمېشتو ته په غير حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

    28 مارچ 2026

    د افغانستان او ازبکستان د سوداګريزې شورا لومړنۍ غونډه ترسره شوه

    27 مارچ 2026

    ملا محمد حسن اخند د مالیزیا له لومړي وزیر سره د سیمې پر وروستیو تحولاتو غږېدلی

    26 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 مارچ 2026

    تېر کال له سل زرو زياتو بهرمېشتو ته په غير حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

    د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېر لمریز کال کې يې ۱۰۲…

    حزب الله ډلې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اسرائیل ۸۲ بريدونه کړي

    28 مارچ 2026

    د اسرائیل پوځ لوی درستيز ويلي ځواکونه یې سخت ستړي او د پاشل کېدو له خطر سره مخ دي

    28 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېر کال له سل زرو زياتو بهرمېشتو ته په غير حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

    28 مارچ 2026

    حزب الله ډلې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اسرائیل ۸۲ بريدونه کړي

    28 مارچ 2026

    د اسرائیل پوځ لوی درستيز ويلي ځواکونه یې سخت ستړي او د پاشل کېدو له خطر سره مخ دي

    28 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،079 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،155 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.