د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، هڅه کوي په هېواد کې په کورنیو سرچینو تمرکز ډېر کړي او د برېښنا اړتیا له کورنیو سرچینو څخه پوره کړي.
د یاد شرکت مسوولین وايي، په روان کال کې په پام کې لري چې د لمریزې انرژۍ د تولید د څلورو پروژو چارې پیل شي، چې د دې پروژو له جملې یې دوه یې د کابل اړوند او دوه نورې یې هم په ننگرهار کې پیلېږي، چې په ټولیز ډول به ۱۴۲ مېگاواټه برېښنا تولید کړي.
په هېواد کې د صنعتي کارخونو د پراختیا، اقلیمي بدلون، سختې گرمۍ، سوړ ژمي او د اوسني وخت د اړتیاوو د پوره کولو په پار د برېښنا اړتیا ورځ تر بلې ډېرېږي.
د اوبو او برېښنا د چارو کارپوهان وايي، په هېواد کې د اوبو، لمریزې او بادي برېښنا د تولید گڼې سرچینې شته او اوسني حکومت ته پکار ده چې د وارداتي برېښنا پر ځای په کورنیو سرچینو تمرکز وکړي.
د افغانستان برېښنا ډېره وارداتي ده، چې له ترکمنستان، تاجیکستان او ازبېکستان څخه وارد شوې ده.
افغانستان هر کال یادو هېوادونو ته د برېښنا د لگښت ۲۵۰ مېلیونه ډالر ورکوي، چې په همدې پیسو په کور دننه گڼې پروژې پیلېدای شي.