لیکوال: محمد فیصل
په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په کابل کې د یو ټول شموله (همه شموله) حکومت د جوړېدو غوښتنې د بېلابېلو لورو له لوري راپورته شوې.
پاکستان هم هغه هیواد دی چې په افغانستان د یو همه شموله حکومت د جوړېدو غوښتنې کوي او مشران یې چې هر ځای تللي، نو په ګډو اعلامیو کې یې د افغانستان په تړاو د همه شمولیت لفظ ور ځای کړی دی.
نړۍ او افغان حکومت په افغانستان کې د همه شموله حکومت بېلابېل تعریفونه لري.
د پاکستان په ګډون د نړۍ هغه هیوادونه چې د همه شموله حکومت غوښتنه کوي، موخه یې په حکومت کې د تېرو غلو، فاسد او جاسوسو چارواکو ننویستل دي.
پاکستاني چارواکي چې هر چېرته تللي نو هلته یې په افغانستان کې د همه شمول حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
دوه ورځې وړاندې چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چین هیواد ته تللی وو، نو هلته یې هم افغانستان کې د همه شمول حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان پخوانۍ هیله ده چې یا دې کابل کې د دوی ملګری حکومت وي او یا دې د کابل بهرنۍ پالیسي د دوی په خوښه وي، خو د طالبانو خپلواک بهرني او کورني سیاست د پاکستان ټولې هیلې ووژلې.
پاکستان اوس د همه شمول په نوم د خپلو جاسوسانو او غلامانو واک ته رسېدل غواړي، څو د هغوی له لارې په افغانستان کې خپلې موخې ترلاسه کړي.
افغان حکومت د همه شمول لپاره خپل تعریف لري؛ که د همه شمول څخه موخه د افغانستان بېلابېلو قومونو او ولایاتو ته په حکومت کې ونډه ورکول وي، نو هغه خو ورکړل شوې ده، خو ښکاري چې پاکستان او ورسره نوره نړۍ د همه شمول په نوم د مخکنیو فاسدو او غلامو څهرو واک ته رسول غواړي؛ هغوی غواړي چې د خپلو غلامانو له لوري په افغانستان کې خپلې موخې ترلاسه کړي، خو که خدای کول خپلو ناوړو موخو ته به و نه رسېږي.