Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د فلسطين او اسرائيلو د جګړې تر شاه اصل حقيقت څه دی؟
    لیکني

    د فلسطين او اسرائيلو د جګړې تر شاه اصل حقيقت څه دی؟

    صابر افغانصابر افغان11 جون 2024څرگندونې نشته8 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    د فلسطين پر مسلمانانو د وحشي اسرائيلو له خوا قتل عام شروع دی چې ټوله نړۍ يې ويني اما بيا هم خاموشه دي؛ دا ځکه دغه د فلسطين او يهودو مسئله په لوی لاس همدې نړيوالو د خپلو شومو اهدافو لپاره جوړه کړې، اقليت اسرائيل يې ټول عربو ته سر درد جوړ کړی او دومره څوک نسته چې مخې ته يې ودرېږي.

    نه يواځې کفري نړۍ بلکې اسلامي نړۍ هم پرې خاموشي غوره کړې او ننداره يې کوي.

    ځيني هېوادونه لکه ايران او لبنان د حماس د مجاهدينو کومک کوي اما نور اسلامي هېوادونه يا خو خاموشه دي او يا هم د پاکستان غوندي چې د خپل بادار امريکا د خوشحالولو لپاره پټ کومکونه د اسرائيلو سره کوي خو په عامه ميډيا کې د فسطينيانو د مظلوميت نارې وهي خو پوځ و د دولت مشرانو يې خاموشي غوره کړې.

    يا هم عربستان غوندي چې د ايران سره د دښمنۍ په خاطر د فلسطينيانو سره هيڅ ډول مرسته نه کوي بلکې پټې اړيکې له اسرائيلو سره ساتي او بل طرف د نړۍ اکثريت کفري ملکونه، لکه انګلستان، فرانس او امريکا د اسرائيلو سره مرستې ته ولاړ دي او ښه يې ويني چې زرګونه بې ګناه فلسطينيان، ماشومان، زنانه، سپين ږيري و ځوانان په ډېره بې رحمي سره شهيدانوي خو بيا يې هم ټول ننداره کوي.

    بين الملل هم په عامه د جګړې د کانټرول خبره کوي اما اصل کې د فلسطين او اسرائيلو د دغې جګړې وجه همدا بين الملل او انګلستان دی. انګلستان د منځني ختیځ پر دې سیمه چې اوس فلسطین بلل کېږي، د عثماني خلافت تر ماتېدو وروسته واکمن سو؛ د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال پر فلسطین عثمانیان واکمن وو چې په دې سیمه کې یهودان اقلیت او عربان اکثریت استوګن وو.

    د عثماني خلافت له ړنګېدو سره انګرېزانو د عثماني خلافت تر کنټرول لاندي سيمې ټول پر هېوادونو و وېشلې او بغير له کوم فکره څخه يې باډرونه پکښي جوړ کړه چې نتيجه کې يې لبنان، سوريه، ترکيه، عراق، اردن او فلسطين منځته راوړل.

    انګرېزان ښه پوهېدل چې دا به په سيمه کې ډېر ناوړه عواقب ولري چې بغير له کوم فکر او سوچ څخه د عربو منځ کې باډرونه جوړ کړي؛ خو انګرېزانو همېش ملتونه د همدې لپاره تقسيم کړي وه تر څو دغه هېوادونه همېش يو له بل سره په مشکلاتو اخته وي او دوی پرې واک وچلوي، خپل شوم اهداف او پلانونه پرې عملي کړي چې نن يې موږ نتيجه وينو.

    دا چې انګرېزان او فرانس په ګډه پر دې سيمه جګړه کړې وه او عثماني خلافت يې ړنګ کړی وو ځکه يې د عثماني خلافت علاقه پر دوو برخو تقسیم کړه چې نيمی سيمې د انګرېزانو او نيمی هم د فرانسويانو سوې.

    دغه تړون چې په ۱۹۱۶ ميلادي کال کې د فرانسويانو او انګرېزانو تر منځ وسو د سايکيز پيکاټ«Sykes Picot Agreement» په نامه يادېږي.

    په دغه وېش کې د کوم نسل، قوم او علاقې و شناخت ته په کتو باډرونه نه دي جوړ سوي؛ پر ځای د دې چې يو قوم، يا نسل ته په کتو هېواد ورته وټاکل سي دوی بس خپلو منځو کې د خپلو ګټو پر بنياد سره و وېشل.

    فلسطين چې يو وخت د يهودو ټاټوبی وو، له فلسطين څخه شړل سوي او په دنيا کې در بدره ګرځېدل، په يورپ، انګلستان او نورو ملکونو کې اوسېدل چې د عثماني خلافت په دور کې سلطان عبدالحميد له دوی سره هيڅ راز تعامل په فلسطين و نه کړ؛ ځکه بيا يهودو بغاوت وکړ او کورنۍ جګړې یې شروع کړې.

    د عثماني خلافت له ړنګېدو سره دوی ته موقع په لاس ورغله او د صهيونيستي تنظيم په عملي کولو يې شروع وکړه او ويل يې چې موږ د خپلو پلرونو ټاټوبی فلسطين غواړو؛ دغه وخت کې يهود فلسطين کې يواځې ۳ سلنه وه.

    دا چې بريتانيا د مسلمانانو له نظام څخه ويره درلوده او بل طرف صهيونيست نظام يې پخپله ګټه بلئ؛ ځکه يې له دنيا څخه د يهودو واپس راوستلو ته کار و وايه او له يهودو سره يې وعده وکړه چې موږ به د يوه اسرائيلي نظام په جوړولو کې له تاسو سره مرسته کوو.

    کله چې دوهمه نړيواله جګړه وموښته او هيټلر د يهودو وژلو ته کار و وايه نو د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه د يهودو راتګ او فلسطين کې د ځمکو رانيولو لړۍ شروع سوه.

    د فلسطينيان له خپلو کورونو څخه ايستلو ته يې کار و وايه چې په قراره، قراره فلسطين کې اقليت د يهودو په اکثريت او اکثريت د مسلمانانو يې په اقليت بدل کړ. په دې ډول سره انګلستان د سيمې د خلکو په نا رضايي سره په سيمه کې يو صهيونيست نظام جوړ او ټول عرب يې په مشکل اخته کړه.

    په ۱۹۳۶ ميلادي کال فلسطينيانو د انګريزانو مقابل جهادي مبارزه شروع کړه چې انګرېزانو د باغيانو ټاپه پرې وهلو سره يې د دغې مبارزې د ورکولو ډېره هڅه وکړه، ډېر فلسطينيان يې شهيدان او اعدام کړه خو د دې مبارزې مخنيوي کې ناکامه سوه چې بيا په ۱۹۴۲ ميلادي کال کې انګرېزانو ځان بغل ته کړ او مسلمانان و يهود يې په جګړه کې سره پرېښودل چې تر ننه هم همدا جګړه دوام لري؛ همغه د انګرېزانو د نفرت تخم چې عربو کې يې پاشلی تر ننه يې حل پيدا نه سو او همغه صهيونيستي او وحشي نظام دی چې ټوله نړۍ يې تر شاه ولاړه او بل طرف يې اسلامي نړۍ تماشا کوي.

    په ۱۹۴۷ ميلادي کال کې دغه مسئله بين الملل ته پېش سوه چې بين الملل فيصله وکړه چې فلسطين به پر دوو برخو وېشل کېږي؛ چې يو يې فلسطين او بل هم اسرائيلي نظام سو. په دې فيصله کې يې ۵۵ سلنه حصه و يهودو او ۴۵ سلنه حصه يې عربو ته ورکړه او داسي فيصله يې وکړه چې بيت المقدس به د دواړو وي خو د هيچا تر کنټرول لاندي به نه وي.

    دا د مسلمانانو سره ظلم ځکه وو چې دغه وخت کې هم مسلمانان په فلسطين کې زياد وه اما د بين الملل دغه يو طرفه فيصلې اسرائيلي صهيونيست نظام او هېواد منځته راوړ.

    ځکه شاوخوا عربو ملکونو ته دغه فيصله قبوله نه وه چې د عربو او اسرائيلو جګړه په ۱۹۴۸ ميلادي کال کې وموښته؛ چې پنځه عرب هېوادونو پر اسرائيلو حمله وکړه او فکر يې کاوه چې دغه لږ شمېر اسرائيل مو د مقابلې نه دي خو بالکل د دوی له تمې برعکس اسرائيل پر عربو زور سوه او د فلسطين پر ۷۵ سلنه ځمکه يې قبضه حاصله کړه؛ ځکه د يهودو سره غربي ممالک ټول ولاړ وه او تر ننه هم ورسره ولاړ دي.

    په ۱۹۶۱ ميلادي کال کې بيا ځلي د عربو او اسرائيلو تر منځ جګړه وسوه چې دا ځلي اسرائيلو غزه، ويسټ بانک او بيت المقدس هم قبضه کړ، ويسټ بانک يې خپل پلازمينه وټاکئ.

    څه وخت وروسته د فلسطين ليبرېشن اورګنايزېشن تحريک جوړېږي چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې دغه ډله فلسطين کې پر سر د قدرت راځي او د ويسټ بانک علاقې پر څه حصو واک تر لاسه کوي؛ بل طرف پر غزه د حماس ډله کانټرول تر لاسه کوي چې له هغه وخت څخه بيا تر ننه پوري يې يو پر بل حملې جريان لري.

    يهود يورپ او نورې نړۍ کې هم ځکه نه منل کېدل چې عيسايان پر دوی د عيسی عليه السلام د وژلو ادعا لري ځکه دوی نړۍ کې په هر ځای کې اقليت وه خو د نړۍ استخباراتو له دوی څخه په کار اخيستني دوی واپس فلسطين ته راوستل او د عربو منځ کې پرې خپلې پروژې عملي کوي.

    په ۱۸۵۶ ميلادي کال کې يوه يهودي چې تيوډر هرزل «Theodor Herzl» نومېدی د يوه يهودي هېواد د جوړېدو په اړه يو کتاب وليکی چې ويل يې يهود بايد اقليت کې پاته نه سي، بايد خپل ملک ولري چې دغه حرکت ته يې د صيهونيزم «Zoinism» نوم ورکړ؛ دغه تحريک والا له وخته سخت دريځه او وحشي غوندي دي.

    دغې ډلې له وخته د فلسطين د قبضه کولو اراده درلوده او د دغه ليکوال په کتاب کې هغه وخت هم ورته اشاره سوې وه، چې بل ځای نه بلکې همدا فلسطين به قبضه کوو چې د انګرېزانو او نورې نړۍ په مرسته بريالي سوه.

    د نړۍ ځينو کفري هېوادونو کې هم د انسانيت په خاطر پر خپلو حکومتونو ږغ سوی چې د فلسطينيانو قتل عام ودروي؛ ځکه ټوله نړۍ ويني چې د اسرائيلو وحشي پوځ قتل عام شروع کړی، حتا تر دې اندازې چې ملحدينو، ځينو عام يهودو و عيسايانو، هندواڼو او ډېرو نورو کفارو له خپلو حکومتونو څخه د دغه جګړې د درولو غوښتنه کړې مګر بيا هم و غرب او نورو نړيوالو طاقتونو ته د چاپلوسۍ او غلامۍ په خاطر اسلامي هېوادونه خاموشه دي او د نړۍ کفري ملکونه د اسرائيلو تر شاه ولاړ دي.

    تر هغو چې مسلمانان په يوه اتحاد نه سي تر هغو به د يهودو غوندي اقليت د عربو غوندي پر اکثريت ظلمونه کوي.

    مخکینۍ مقالهروسیه ګام په ګام د طالبانو رسمیت پېژندنې ته نږدې کېږي
    راتلونکي مقاله د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه‌ییزو زده‌کړو قوماندانۍ څخه ۶۱۶ سرتېري فارغ شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.