د کابل پولي تخنیک پوهنتون مسولینو خبر ورکړی، چې دغه پوهنتون د اقليمي بدلون سره د سمون په برخه کې د نړۍ د پوهنتونونو په منځ کې ۱۰۱ مقام خپل کړی دی.
د یاد پوهنتون لخوا په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د اقلیمي بدلون سره د سمون په برخه کې د نړۍ د پوهنتونونو دغه درجه بندۍ په انګلیستان هېواد کې د “ټایمز” ادارې لخوا په لاره اچول شوې وې، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په کې ۱۰۱ مقام خپل کړی او په یاده برخه کې د نړۍ د ډېرو پوهنتونونو څخه وړاندې دی.
په اعلامیه کې راغلي: “د کابل پولي تخنيک پوهنتون د دغه پوهنتون رنکينګ کمېټې له خوا تير کال دغه مقام ته نوماند شوى وو، چې د نوموړې کمېټې د غړو د بى شميره هڅو په پايله او د ټايمز ادارې د هر اړخيزې ارزونې وروسته د کابل پولي تخنيک پوهنتون دغه مقام خپل کړ”.
د کابل پولى تخنيک پوهنتون د “رنکينګ کميټې” غړو دغه پایله یوه لویه لاسته راوړنه بللې او له امله یې ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.