Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مجاهد: نړۍ‌واله ټولنه باید د افغانستان خلک په سخته کې یوازې پرې‌نه‌ږدي.
    افغانستان

    مجاهد: نړۍ‌واله ټولنه باید د افغانستان خلک په سخته کې یوازې پرې‌نه‌ږدي.

    عمران آغاعمران آغا29 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې خبریالانو ته وویل، چې د جون په ۳۰مه او د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت جوړېدونکې درېیمه غونډه کې گډون کوي.

    نوموړي وویل، موږ د هېواد ملي گټو ته په کتو له ټولو هېوادونو څخه غواړو چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرې‌نه‌ږدي او په هغو برخو کې چې د افغانانو حق باید په خپل مکلفیت یې تر سره کړي او د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لرې کړي.

    ښاغلي مجاهد زیاته کړه، موږ دوحې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان یو او ټول اړوند هېوادونه له افغانستان سره د ښه تعامل دريځ ته را بولو.: «اوسمهال له اسلامي امارت سره د گڼو هېوادونو سياسي اړیکې رسمي بڼه لري؛ موږ هيله‌من يو، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې نورو هېوادونو ته هم قناعت ورکړو، چې له اسلامي امارت سره لا غوره تعامل ولري او په دې تړاو د هغوی اندېښنو ته ځواب ورکړو.»

    ده وویل، د اسلامي امارت پلاوی به له يوه واضح پيغام سره د دوحې په ناسته کې گډون وکړي او د افغانانو ستونزې او غوښتنې به له گډونوالو سره شريکې کړي.: «دوحې ته زموږ سفر له هېڅ لوري سره د دښمنۍ په معنی نه، بلکې له نړۍ سره د ښه تفاهم او ستونزو د حل په موخه دی.»

    ټاکل شوې سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اړوند د ملگرو ملتونو درېیمه غونډه جوړه شي، چې د ملگرو ملتونو سربېره به پکې د نړۍ گڼ هېوادونه برخه واخلي.

    د افغانستان په استازیتوب پکې د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی گډون کوي.

    مخکینۍ مقالهتېره میاشت هېواد ته ۲۶۰۰ بهرني وگړي راغلي وو
    راتلونکي مقاله شی جین پینګ: چین به په افغانستان کې د پرمختګ لپاره خپل هوډ بدل نه کړي

    مربوطه لیکنې

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026

    روان کال پنجشېر کې پر زیانمنو او مستحقو کسانو ۳۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوي

    14 مارچ 2026

    کورنیو چارو وزارت: نهو ولایتونو کې نږدې ۴زره پولیس له زده‌کړو فارغ او دندو ته چمتو شول

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 14 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    ‏د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې افغان ځواکونو د دغه ولایت د…

    المرصاد: داعش وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی

    14 مارچ 2026

    د هرمزد تنګي د تړل کېدو له امله اسټرالیا کې د تېلو زېرمې مخ په ختمیدو دي

    14 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026

    المرصاد: داعش وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی

    14 مارچ 2026

    د هرمزد تنګي د تړل کېدو له امله اسټرالیا کې د تېلو زېرمې مخ په ختمیدو دي

    14 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.