Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»یوناما ولې زموږ د اسلامي ارزښتونو له تطبیق وېره لري؟
    افغانستان

    یوناما ولې زموږ د اسلامي ارزښتونو له تطبیق وېره لري؟

    عمران آغاعمران آغا10 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو نږدې دریو کلونو کې د اخلاقي څارنې تر نامه لاندې په پراخه کچه د افغانانو او په ځانګړي ډول، د ښځو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او د دوی په وینا، «د وېرې فضا» یې رامنځته کړې ده.

    د یوناما په خبره، د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو شمېر مسایل لکه د موسیقي غږول، د قیلون کارول، د انسانانو او حیواناتو د انځورونو ښکاره کول، تورجادو، د نوروز او دغه راز د مینانو ورځو نمانځل منع کړي چې د دوی په وینا، دا د یو فرد په کلتوري ژوند کې لاس وهنه ګڼل کېږي.

    یوناما دغه راز زیاته کړې چې د دغه وزارت د لارښوونو او حکمونو د تطبیق ځینې طریقې له بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل کېږي.

    د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما چې له نږدې دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري، راپورونه یې تر ډېره د شخصي سلیقې، غربي ډوله ډيموکراسۍ، ناسمونو راپورونو، سوء تفاهمونو پردیو ارزښتونو پر اساس ولاړ دي.

    د دوی د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال هم یو اړخیز راپورونه خپرونه، تر ډېره به یې د امریکا، ناټو او د دوی د متحدینو پر جنایتونو او بمباریو سترګې پټولې او تل به یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه د جګړې پر بل اړخ (طالبانو) اچوله.

    اوس چې طالبان هم په افغانستان کې واکمن شوي او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو تر څنګ یې یوناما ته هم د فعالیت اجازه ورکړې، له بده مرغه په تېرو دریو کلونو کې دا څووم ځل دی چې یوناما تر ډېره د ناسمو معلوماتو، شخصي سلیقو او پردیو ارزښتونو پر بنسټ ولاړ راپورونه خپروي او په دې سره زموږ د ټولنې منلي اسلامي او افغاني ارزښتونه چلېنج کوي.

    یوناما په دې کار سره له یوې خوا د خپل اساسي کار ظاهري داعیه چې له افغانانو سره مرسته ده، تر پوښتنې لاندې راولي او له بلې خوا ځان تر یوې لویې اخلاقي ازموینې لاندې راولي، هغه په دې مانا چې په ښکاره توګه د لسګونه میلیوني ټولنې ارزښتونه پایمالوي چې د دغه کار د دوام په صورت کې به ښايي ناوړه پایلې ولري.

    هغه موارد چې یوناما په خپل راپور کې ورته اشاره کړې، په غربي ټولنو کې روا او آن تر ډېره د دوی د اخلاقي ارزښتونو له ډلې دي، خو زموږ ټولنه چې په فکري، عقیدوي، فرهنګي او اخلاقي لحاظ له غربي ټولونو څخه ۳۶۰ درجې متفاوته ده، دغه ارزښتونه پکې په دیني، فکري، عقیدوي او فرهنګي لحاظ رټل شوي دي.

    موسیقي زموږ په دین کې په ښکاره دلایلو منعه او حرامه ده، د نشه‌یي توکو کارول زموږ په دین کې حرام دي، چادو زموږ په دین او ارزښتونو کې ځای نه لري، د نوروز، مینانو او دې ورته نورې بې مانا او نمایشي ورځې زموږ په دین، فرهنګ او ارزښتونو کې ځای نه لري، نو یوناما ولې په زور او سپین سترګۍ سره دا ارزښتونه زموږ پر خلکو او ټولنه راتپي؟!

    د دې ترڅنګ د یوناما په راپور کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو د سرغړونې خبره هم شوې ده. په دې مسئله کې هم یوناما هرڅه د غربي ارزښتونو او فرهنګ له عینکو ګوري، په داسې حال چې زموږ ټولنه ۹۹.۹۹ سلنه اسلامي ټولنه ده، خلک یې مسلمانان دي او د اسلامي ارزښتونو د تطبیق لپاره یې اوږدې مبارزې کړي او سختې قربانۍ یې ورکړې دي، مګر نن یوناما په پوره سپین سترګۍ سره کوښښ کوي چې د اسلام او زموږ د ارزښتونو په رڼا کې د افغانستان ټولو اتباعو ته پر ورکړل شویو حقونو سترګې پټې کړي او هر څه د پردیو ارزښتونو له زاویې وګوري.

    د یوناما دا ډول بې مسوولیته څرګندونې زموږ په ټولنه کې بې باورۍ ته لمن وهي، د خلکو غبرګونونه راپاروي او دا چاره دلته د دوی ماموریت او دنده تر پوښتنې لاندې راولي.

    یوناما ته ښايي چې زموږ د ارزښتونو د ننګولو پر ځای خپلو اصلي مسوولیتونو ته متوجه شي، په رښتینې توګه زموږ د خلکو همکارۍ ته راودانګي، امریکا او نور غربي حکومتونه وهڅوي چې زموږ پر خلکو او هېواد ظالمانه بندیزونه پای ته ورسوي او ترڅنګ یې په نورو هغو کارونو کې ونډه واخلي چې وی یې ادعا لري او د همدې لپاره یې دلته دفتر پرانیستی.

    اسلامي امارت ته هم ښايي، چې د دا ډول بې ارزښته او بې مانا راپورونو له جوړوونکو پوښتنه وکړي او د بیا تکرار مخه یې ونیسي او پرې نه ږدي چې دا ادارې زموږ د ملت او خلکو پر وړاندې د رواني جګړې جګړې برخه وګرځي، زموږ په ټولنه کې بې باورۍ ډېرې کړي او یا د خلکو احساساتو ته لاس واچوي.

    مخکینۍ مقالهاقتصادي مرستیال: د افغانستان ـ ازبېکستان ترمنځ د سوداگریزو اړیکو د څار په موخه ځانگړې کمېټې ټاکل شوې.
    راتلونکي مقاله ملي دفاع وزارت په هلمند کې یو پُل جوړ کړی.

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.