Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په هېواد کې د ۱۰۰ مېگاواټه گازي برېښنا د تولید په طرحه بحث شوی.
    افغانستان

    په هېواد کې د ۱۰۰ مېگاواټه گازي برېښنا د تولید په طرحه بحث شوی.

    عمران آغاعمران آغا14 جولای 2024۱ څرگندون2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي، په خپله نوبتي غونډه کې یې په هېواد کې د ۱۰۰ مېگاواټه گازي برېښنا د تولید په طرحه بحث کړی دی.

    له اقتصادي معاونیت له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د گلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ مېگاواټه گازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث وشو.: «د اوبو او انرژۍ وزارت د استازي په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت، د امارتي شرکتونو د انسجام خپلواکې ادارې او گلبهار پاور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د گلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ مېگاواټه گازي برېښنا د تولید د وړاندې شوې طرحې په اړه تخنیکي بحثونه تر سره او راپور یې په ټاکلي وخت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.»

    د خبرپاڼې له مخې، گلبهار پاور خصوصي شرکت د دې طرحې له مخې به په لومړي سر کې ۱۰۰ مېگاواټه او بیا په تدریجي ډول تر ۷۰۰ مېگاواټه پورې گازي برېښنا تولید کړي.

    د یادونې وړ ده، اقتصادي معاونیت په ننگرهار کې د ۸۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا طرحه هم منلې ده، چې د ننگرهار په شیخ مصري او حصارشاهي صنعتي پارکونو لپاره به جوړه شي.

    په هېواد کې د اوبو، لمریزې برېښنا، بادي برېښنا، ډبرو سکرو او گازي برېښنا گڼې سرچینې شته؛ خو لا هم د افغانستان ډېره برېښنا واردتي ده او د هېواد نیمايي وگړي لا هم برېښنا نه لري.

    اوس‌مهال په نړۍ کې د برېښنا اړتیا ورځ تر بلې ډېرېږي. که افغان حکومت یادو سرچینو ته پام وکړي؛ نو لرې نه ده چې په راتلونکې یوه لسیزه کې به د هېواد ټول وگړي د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.

    مخکینۍ مقالهد نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې کمېسیون: د نشه‌يي توکو پر ضد د اسلامي امارت مبارزه بریالۍ او نړیوال یې هم مني.
    راتلونکي مقاله کابل ښار اړوند د ښوونځیو له زده‌کوونکو څخه د نمونوي ازموینو لړۍ پیل شوه

    مربوطه لیکنې

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

    17 دسمبر 2025

    ۲۰۳ منصوري قول اردو: نن چهارشنبه پکتیا کې د ځینو لویو وسلو ازموینه ترسره کېږي

    17 دسمبر 2025

    ۱ څرگندون

    1. shahkir on 15 جولای 2024 5:43 AM

      سل مېګاواټه برېښنا د صنعت په سکټور مستقیم تاثیر لري، ښه او پر ځای اقدام دی

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    د تسنیم خبري آژانس د يو شمېر رسنۍ اسرائيلي رسنيو له قوله راپور ورکړی، چې…

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.