Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د احصایې اداره: تېره میاشت یې په هېواد کې څه‌باندې ۱۲۰زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
    افغانستان

    د احصایې اداره: تېره میاشت یې په هېواد کې څه‌باندې ۱۲۰زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

    عمران آغاعمران آغا23 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال په چنگاښ میاشت کې یې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۶ وېش‌څانگو له لارې ۱۲۰زره او ۱۴۵ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

    له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره میاشت د وېشل شوو پېژندپاڼو تر ټولو ډېرې یې په کابل کې وې، چې شمېر یې نږدې ۳۱زرو ته رسېږي. : «تر کابل وروسته په ترتیب سره، هرات کې نږدې ۹زره، کندوز کې ۸ زره او ۱۶۶، بلخ کې ۷ زره او ۸۰۰ او په ننگرهار کې ۳ زره او ۵۵۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.»

    د یادونې وړ ده چې د روان کال په چنگاښ میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۹زره او ۲۵۰ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

    که څه هم یاده اداره د خپلو فعالیتونو د چټکېدو خبره کوي؛ خو گڼ خلک شکایت کوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو لپاره په میاشتو ـ میاشتو هم نوبت نه ورسېږي.

    په تېر کې د یوې برېښنايي پېژندپاڼې قیمت ۱۰۰ افغانۍ و؛ خو اوس د یوې برېښنايي پېژندپاڼې قیمت ۷۰۰ افغانیو ته لوړ شوی او په مثنیٰ پېژندپاڼه زر افغانۍ اخیستل کېږي.

    په هېواد کې د عمومي بې‌وزلۍ له امله گڼ خلک شکایت کوي چې د دې ادارې فعالیتونه محدود دي او هم د برېښنايي پېژندپاڼو د قیمت د راښکته کېدو غوښتنه کوي.

    مخکینۍ مقالهامریکايي مرستې څومره واقعي دي او چېرته لګول کېږي؟!
    راتلونکي مقاله ‏د کندهار په ګمرک کې د ۱۰ کيلو ګرامه‌ قيمتي پاڼو‌ او خاورې د قاچاق مخه نيول شوې.

    مربوطه لیکنې

    ملا عبدالغني برادر او مسعود پزشکيان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

    3 جولای 2026

    بهرنیو چارو وزارت دمشق کې د تېرې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې

    3 جولای 2026

    هلمند کې د درېیو روغتیایي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

    2 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 جولای 2026

    ملا عبدالغني برادر او مسعود پزشکيان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت ويلي، چې ملا عبدالغني برادر، د ایران د سفر پر مهال…

    اسرائیل د ایراني مذاکره کوونکو د وژلو پلان درلود

    3 جولای 2026

    بهرنیو چارو وزارت دمشق کې د تېرې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې

    3 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملا عبدالغني برادر او مسعود پزشکيان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

    3 جولای 2026

    اسرائیل د ایراني مذاکره کوونکو د وژلو پلان درلود

    3 جولای 2026

    بهرنیو چارو وزارت دمشق کې د تېرې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې

    3 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،170 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،225 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.