Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل نړيوال هوايي ډګر کې د معياري انتظار خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
    افغانستان

    کابل نړيوال هوايي ډګر کې د معياري انتظار خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

    صابر افغانصابر افغان25 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر لخوا په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د معیاري انتظارخونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

    خبر پاڼه زياتوي چې :د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د معیاري انتظارخونې د بنسټ ډبره کېښوده.

    په دغو مراسمو کې د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف، د خصوصي سکټور استازو او د کابل نړیوال هوايي ډګر مسوولینو هم حضور درلود.

    په خبر پاڼه کې همدا رنګه راغلي چې: پر دغه انتظارخونه د خصوصي سکټور له لوري ۲۹۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي، چې په ۱۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه انتظارخونه د ۱۵۰ کسانو ظرفیت لري او د مسافرو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

    د یادونې وړ ده چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هېواد کې د معیاري ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د شاوخوا ۳.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۳ بنسټیزې پروژې په پلان کې لري، چې په پلي کېدو سره به یې د ترانسپورټ په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

    مخکینۍ مقالهم. عبدالحق وثيق: د هېواد درې ګوني امنيتي ارګانونه په ګډه د امنيت د لا ټينګښت هڅه کوي
    راتلونکي مقاله م. عبدالحق وثيق: د هېواد درې ګوني امنيتي ارګانونه په ګډه د امنيت د لا ټينګښت هڅه کوي.

    مربوطه لیکنې

    ‏تهران د افغانستان-ایران د سرحدي همکاریو د راتلونکې غونډې کوربتوب کوي

    9 فبروري 2026

    د روغتيا او کرنې برخو کې د ايران او افغانستان ترمنځ په دوه اړخيزه همکارۍ خبرې شوي

    8 فبروري 2026

    د افغان پست او موام پستي شرکت ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

    8 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 9 فبروري 2026

    ټرمپ وایي، د چین ولسمشر امریکا ته سفر کوي

    د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د چین ولسمشر شي جېن‌پېنګ به د روان میلادي…

    اوکراين وايي واشنګټن غواړي مسکو د يوه تجارتي شريک په توګه جذب کړي

    9 فبروري 2026

    ‏تهران د افغانستان-ایران د سرحدي همکاریو د راتلونکې غونډې کوربتوب کوي

    9 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ټرمپ وایي، د چین ولسمشر امریکا ته سفر کوي

    9 فبروري 2026

    اوکراين وايي واشنګټن غواړي مسکو د يوه تجارتي شريک په توګه جذب کړي

    9 فبروري 2026

    ‏تهران د افغانستان-ایران د سرحدي همکاریو د راتلونکې غونډې کوربتوب کوي

    9 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.