Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د هرې جګړې تر شاه ناټو او سي ايس ټي او سازمانونه دي.
    لیکني

    د هرې جګړې تر شاه ناټو او سي ايس ټي او سازمانونه دي.

    صابر افغانصابر افغان28 جولای 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته چې په نړۍ کې کومه جګړه هم پېښه شوې/روانه ده، د هغې تر شا دوه پوځي سازمانونه ضرور وي چې ټوله نړۍ يې نا امنه کړې او دوی پرې خپلې بدمعاشۍ کوي؛ دغه پوځي سازمانونه چې د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د يو او بل په ضد جوړ شوي، د يو او بل په دښمنۍ کې يې همېش غريب هېوادونه او مسلمانان تر پښو لاندې کړي.

    يوې خوا ته ناټو (NATO) ده چې څنګه يې زړه وغواړي همغسي وحشتونه د غرب په خوښه کوي؛ د نړۍ د امنيت په نامه يې ټوله نړۍ کې جګړه روانه کړې او همېش يې مظلومانو، مسلمانانو وينې تويولو ته کار ويلی.

    د ډيموکراسۍ او د نړۍ د امنيت په نامه يې نږدې کلونو کې عراق، سوريه او افغانستان تباه کړ؛ اوس هم چې اوکراين کې کومه جګړه روانه ده هم د ناټو (NATO) او سي ايس ټي او (CSTO) تر منځ جګړه ده.

    په فلسطين کې چې کومه جګړه روانه ده هم ناټو د اسرائيلو د صهيونيستي رژيم تر شاه ولاړه ده چې د فلسطينيانو قتل عام يې شروع کړی.

    همدارنګه افريقايي هېوادونو کې پر مسلمانانو هم د ناټو په مرسته فرانسې قتل عام وکړ چې په لکونو انسانان، ماشومان، زنانه يې قتل عام کړل.

    بل طرف سي ايس ټي اُو (CSTO) ده چې د ناټو او غربي هېوادونو مقابل جوړه او هر ځای کې يې کوښښ دا وي چې غريبو هېوادونو کې لومړی مشکلات ايجاد او بيا خپل حريف ته ضرر د سړې جګړې په مټ و رسوي.

    ناټو NATO:(North Atlantic Treaty Organization)په ناټو پوځي سازمان کې دېرش هېوادونه د امريکا او اروپا شامل دي چې شعار يې خاص د روسيې پر ضد دی او د نړۍ د امنيت دعوه داران دي.

    سي ايس ټي اُو CSTO:(Collective Security Treaty Organization)يو پوځي سازمان دی چې روسيه، تاجکستان، ارمنيا، بيلاروس، قزاقستان او قرغزستان پکې شامل دي خو کومک ورسره د چين، ايران او ځينو نورو غربي دښمنو هېوادونو هم شته.

    دغه دوه پوځي سازمانونه دي چې نړۍ کې د هرې جګړې تر شا د دوی لاس وي او اوس هم همدوی نړۍ کې جګړې شروع کړي؛ خو دوی خپلو منځونو کې نه، بلکې په نورو هېوادونو کې د نورو ولسونو په قربانۍ سره سړه جګړه پر مخ وړي.

    همدا اوس ناټو پاکستان کې د داعش روزل او بيا افغانستان کې پرې امنيت خرابولو اراده لري تر څو افغانستان بيا ځلي د جګړې په ډګر بدل او له افغانستان څخه ايران، چين، روسيې او منځنۍ آسیا هېوادونو کې پرې امنيت خراب کړي.

    د شر او فساد ډلې روزنه هم فرانسه د همدې لپاره کوي تر څو دلته په افغانستان کې پرې امن خراب او بيا د دوی په ذريعه منځنۍ آسيا هېوادونو ته جګړه اوږده کړي.

    دا چې بل طرف د شر او فساد ډلې سره تاجکستان، ايران او ځيني نورو هېوادونو کې ځيني جاسوسي کړۍ ولاړې وې خو کله چې هغوی پوه شول چې تر موږ خو د شر او فساد ډلې غرب ته وفادارې دي او له داعش سره يو شوي؛ ځکه هغوی لاس ترې واخيست.

    همدا وجه وه چې تاجکستان يې دفتر ور بند کړ او د دوستم ځيني جنګي قوماندانان په ترکيه کې هم نيول شوي؛ يو مشهور قوماندان د جنبش ګوند په نامه د ګل محمد پهلوان يې له ترکيې و ايران ته ډيپورټ کړی.

    دغه دوه طاقتونه (ناټو او سي ايس ټي اُو) اوس غواړي په منځنۍ آسيا کې بيا ځلي افغانستان د جګړې په ميدان بدل کړي چې دښمنۍ او بدمعاشي به دوی سرته سره رسوي خو وينه به د افغانانو تويېږي.

    د طالبانو په راتګ سره نړيوالو جاسوسي ادارو ډيرې هڅې وکړې چې جګړه ونه درېږي خو بل طرف طالبانو په عمومي عفوه، د پرمختګ په کارونو، ټينګ امنيت او د ولس په متحد کولو سره تر ډېره توانېدلي چې د دغو سازمانونو او جاسوسي کړيو دسيسې شنډې کړي.

    که افغانان هوسا ژوند غواړي نو بايد يو او بل و زغمي او مخکې تر دې چې د پرديو په تبليغاتو تيروځي بايد فکر وکړي، څوک څه وايي، هدف يې څه دی او تر ټولو بهتره خبره دا ده چې هره ډله يا سازمان چې ورته د امن د خرابولو وايي؛ يا هم د ملاتړ غوښتنه ترې کوي لومړی يې بايد کردار وګوري چې کردار کې دغه ډله څه کوي.

    دا ځکه چې نن سبا د شر او فساد ډله هم د وطن دوستۍ نعرې وهي خو دا همغه لنډغر دي چې ستا افغانيت يې نه مانه او ترې منکر وو، اسلاميت يې نه مانه، پښتو يې نه منله او حتا د افغانستان له جغرافيې هم منکر وو؛ خو نن شعارونه د وطن دوستۍ زمزمه کوي ځکه بايد تاسو د دوی کردار ته فکر وکړئ و شعار ته نه!بل طرف افغانستان کې جګړه داعش غواړي کوم چې روزنه يې پاکستان کې کېږي خو له داسي نظام څخه چې د هلک و هلک او انجلۍ و انجلۍ واده ته يې قانوني جواز ورکړی او هيڅ اسلامي ارزښتونو ته درناوی نه لري دوی له هغه هېواد (پاکستان) څخه راځي دلته د اسلامي نظام مقابل جنګېده غواړي.

    که د داعش له پيدايښت څخه تر ننه تاسو دوی مطالعه کړئ نو هر ځای به دوی د مسلمانانو مقابل جنګېږي؛ نارې يې د خلافت خو جګړې يې د مسلمانانو مقابل دي.

    دا ځکه چې دوی اصل کې غربي پروژه ده او کردار يې د خوارجو دی، بلکې خوارج دي؛ بايد کردار ته يې توجه وسي نه شعار ته؛ په شعار سره يواځې غواړي د مسلمانانو ذهنونه مغشوش او خپل شوم اهدافو ته پرې ځان و رسوي.

    افغان ولسه! راځئ چې نور په ګډه جګړې ته نه و وايو، راځئ چې ورور ته ورور و وايو، راځئ چې د وطن په آبادۍ کې لاسونه سره ورکړو، تر څو دومره توان او وس پيدا کړو چې بيا ځلي دغسي بدمعاشان راباندي بدمعاشي ونه کړي! او دا به هله امکان ولري چې ټول افغانان/ مسلمانان په يوه اتحاد شو او د دغسي جابرو سازمانونو له شر څخه ځانونه په امان کې کړو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهغله په غرونو کې هم ځای نه لري!
    راتلونکي مقاله ټرمپ: که بریالی نشم، درېیمه نړیواله جګړه رامنځته کیږي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي…

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.