د عامې روغتیا وزارت وايي، په لوگر کې د ۱۴ بابه روغتیايي ځالو (FHH) پرانیسته شوې او گټه اخیستنې ته سپارل شوي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې روغتیايي ځالې د ملگرو ملتونو د وگړو صندوق په مالي لگښت جوړې شوې، چې د ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت ورته طبي توکي او تجهیزات پېرل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو روغتیايي ځالو جوړول په لرې پرتو سیمو کې د مېندو او ماشومانو د روغتیا ښه کول دي.
د یادو روغتیايي ځالو د پرانیستې پر مهال د افغان کورنیو د پاملرنې موسسې ولایتي مشر نور عباس قاسمي ویلي، دغه اداره هڅه کوي چې په راتلونکي کې د مرستندویانو په همکارۍ ۹ روغتیايي کلینېکونه هم فعال کړي.
قاسمي ویلي، د افغان کورنیو د پاملرنې موسسه په پام کې لري چې د لوگر د مرکز په گډون په یو شمېر ولسوالیو کې د پینځو روغتیايي کلینېکونو د بنسټ ډبره کېږدي او د امبولانسونو په برخه کې به هم همکاري کوي.
د لوگر روغتیايي مسوولین وايي، د دغو ځالو په جوړېدو به گڼو خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي او هم به ورسره د مېندو د مړینې کچه راکمه شي.