Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د مخابراتو وزیر: ټولې مخابراتي شبکې باید سیمکارتونه ثبت او اسانتیاوې ډېرې کړي
    افغانستان

    د مخابراتو وزیر: ټولې مخابراتي شبکې باید سیمکارتونه ثبت او اسانتیاوې ډېرې کړي

    صابر افغانصابر افغان30 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یو ځل بیا له ټولو مخابراتي شبکو څخه غوښتي، چې سیمکارتونه باید ثبت او په دغه برخه کې گڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

    د یاد وزارت چارسمبالي وزیر نجیب الله حقاني د ایم.ټي.اېن مخابراتي شرکت له مشر هشام رمضان سره په لیدنه کې د مخابراتي ستونزو په حل او همدا راز د مخابراتي شرکت له لوري د سیمکارتونو د ثبت په بهیر خبرې کړې دي.

    د مخابراتو وزیر ویلي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کړنلارې له مخې د سیمکارتونو ثبتول د ټولو مخابراتي شبکو مکلفیت دی او مخابراتي شرکتونه باید په دې برخه کې اسانتیاوې ډېرې او دغه بهیر دې گړندی کړي.: «د سیمکارتونو له اړخه افغانانو ته ډېرې ستونزې پیدا شوې وې او ولس له ډېرو ستونزو سره مخ و او اوس دا زموږ مکلفیت دی چې دا ستونزې حل او ژر تر ژره افغانستان کې د سیمکارتونو د ثبت بهیر په بشپړ ډول قانوني کړو.»

    د ایم.ټي.اېن مخابراتي شرکت مشر منلې، چې افغانستان کې د سیمکارتونو دوېش په برخه کې مخابراتي شرکتونو ناغېړي کړې او دوی اوس په دې هڅه کې دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او اترا ادارې د قوانینو په اساس خپل خدمات مخې ته یوسي تر څو وکولی شي د قانون په پلي کولو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري اسانتیاوې تر لاسه کړي.

    تېره میاشت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، تر دې مهاله یې لس مېلیونه سیمکارتونه ثبت کړي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

    نوموړي ویلي وو، په افغانستان کې کابو ټول فعال سیمکارتونه ۲۳مېلیونو ته رسېدلي چې په دې شمېر د سیمکارتونو ثبت کېدل هم یوه موضوع ده او ثبت یې وخت غواړي.د امنیتي او مخابراتي برخې کارپوهان د مخابراتو وزارت له لوري د سیمکاتونو ثبتول غوره گام بولي.

    دوی وايي، په هېواد کې د ټولو سیمکاتونو ثبتول کولی چې د جنايي پېښو په کمولو کې رغنده رول ولوبوي؛ ځکه په ثبت شوي سیمکارت څوک چاته گواښ نه شي کولی او نه څوک ازارولی شي.

    مخکینۍ مقالههند کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۱۹ کسان مړه شوي
    راتلونکي مقاله د امربالمعروف وزارت: محمد ابراهیم محتاج د اخلاقي فساد په تور نیول شوی

    مربوطه لیکنې

    د پراختیايي پلانونو د تطبیق په موخه د اوو ښارګوټو ځمکه کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوه

    5 مې 2026

    د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري: بهرنیو هېوادونو کې له افغان کارګرو سره روان ناوړه چلند د زغم وړ نه‌دی

    5 مې 2026

    کابل ښار کې تېر کال د ۸.۱ میلیارده افغانیو په لګښت پراختیایي پروژې پلې شوي

    5 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 6 مې 2026

    ډیورنډ کرښه په رسميت پېژندل؛ د مخالفينو پر تندي تور تاريخي داغ

    د افغانستان په اوږده او له ویاړ ډک تاریخ کې، د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او…

    هند له روسیې څخه د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پرمختللي توغندي اخلي

    6 مې 2026

    ډونالډ ټرمپ هرمز تنګي کې د ازادۍ پروژې د ځنډېدو اعلان کړی

    6 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ډیورنډ کرښه په رسميت پېژندل؛ د مخالفينو پر تندي تور تاريخي داغ

    6 مې 2026

    هند له روسیې څخه د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پرمختللي توغندي اخلي

    6 مې 2026

    ډونالډ ټرمپ هرمز تنګي کې د ازادۍ پروژې د ځنډېدو اعلان کړی

    6 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،197 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.