Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»چاپېریال ساتنې اداره: تولیدي کارخونې دې چاپېریال ته ځانگړی پام وکړي
    افغانستان

    چاپېریال ساتنې اداره: تولیدي کارخونې دې چاپېریال ته ځانگړی پام وکړي

    عمران آغاعمران آغا31 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د هوا ککړتیا د راکمولو د مخنیوي، چاپېریال ته پاملرنه او چاپېریالي اصولو د پلې کولو په موخه یې د څرخي‌پله صنعتي پارکونو کې له ۳۳ تولیدي کارخونو څخه لیدنه کړې ده.

    له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې تولیدي کارخونو کې د درمل جوړولو، د طبي پاتې شونو د تنظیم، پلاستیکي توکو، وینځونکو توکو، پلاستيکي بوټانو او څپلکو، پلاستیکي پایپونو، پایو جوړونې، تشناب کاغذ، ایسکریم، پي وي سي، د ممیزو پاکولو او سړو خونو تولیدي شرکتونو او کارخونو له فعالیتونو څخه یې څارنه کړې ده.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې څارنې پر مهال د تولیدي شرکتونو مسوولینو ته شته چاپېریالي ستونزې ور په گوته شوي او د اصلاح په موخه ترې لیکلې ژمنې اخیستل شوي دي.:«د چاپېریال ساتنې ادارې پلټونکو د یادو شوو تولیدي شرکتونو مسوولینو ته د چاپېریال قانون، مقرراتو او کړنلارو په هکله معلومات ورکړل او سپارښتنه یې ورته وکړه چې خپل فعالیتونه د چاپېریالي مقرراتو په نظر کې نیولو سره عیار او وکړي.»

    د خبرپاڼې له مخې، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه د هواککړوونکو سرچینو هر ډول فعالیتونو مسوولینو ته سپارښته کوي چې خپل فعالیتونه د چاپېریالي اصولو مطابق عیار او تر سره کړي.: «هغه کارخونې او تولیدي شرکتونه چې د لوگي د تصفیې فلټرونه یې غیر فعال، ویجاړ او یا هم د اوبو، هوا او خاورې د ککړتیا لامل وگرځي، له قانوني چلند سره به مخ شي.»

    د یادونې وړ ده چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څارنې ډلې په مرکز او ولایتونو کې د هواککړوونکو سرچینو څخه په دوامداره توگه څارنه کوي او هغه څوک چې له چاپېریالي اصولو څخه سرغړونه کوي د قانون منگولو ته یې سپاري.

    افغانستان وچ اقلیم لري او ورښتونه یې هم یوازې د ژمي پر مهال وي، نو دوبي په موسم کې د کابل سربېره د گڼو ولایتونو هوا مرگونې ککړېږي، چې گڼو خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ هم پیدا کوي.

    مخکینۍ مقالهپوهنې وزارت د بري‌لیکونو برېښنايي سیستم پرانیست
    راتلونکي مقاله موسیٰ ابو مرزوق: د خپل مشر په انتقام اخيستلو کې به بې ځوابه پاتې نشو

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې ۱۸ پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ د…

    د اسرائیلو پوځ: له اوربند سره سره ایران بیا توغندي راتوغولي

    24 جون 2025

    د اسرائيل پخوانی دفاع وزير افیګدور ليبرمن: زمری مو زخمي پرېښوده او دا د اسرائيلو لپاره خورا خطرناک تمامېدای شي

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې ۱۸ پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    24 جون 2025

    د اسرائیلو پوځ: له اوربند سره سره ایران بیا توغندي راتوغولي

    24 جون 2025

    د اسرائيل پخوانی دفاع وزير افیګدور ليبرمن: زمری مو زخمي پرېښوده او دا د اسرائيلو لپاره خورا خطرناک تمامېدای شي

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.