د پاکستان د طالبانو تحریک د حماس غورځنگ اسمعیل هنیه د شهادت په اړه خپله خواشیني ښکاره کړې او د حماس غورځنگ او له فلسطین ولس سره یې خپله غمرازي ښودلې ده.
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي.: «مونږ د فلسطین د اسلامي مقاومت تنظیم “حماس” د مشر اسمعیل هنیه د شهادت له امله د فلسطین ملت او د نوموړي له کورنۍ سره خپله ژوره خواشیني څرگندوو او د الله تعالی له دربار عالیه څخه ورته د غوره بدیل غوښتونکي یو.»
په خبرپاڼه کې د شهید اسمعیل هنیه هڅې او مبارزه ستایل شوې او د نوموړي خدمتونه نه هېرېدونکي یاد شوي دي.: «مونږ محترم اسمعیل هنیه رحمه الله ته د نوموړي د مبارزې او خپل ملت او دین ته د نه هېرېدونکو خدمتونو له امله درناوی وړاندې کوو او د الله تعالی له درباره څخه ورته په جنت الفردوس کې د لوړ مقام غوښتونکي یو.»
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسمعیل هنیه نن سهار د ایران په پلازمېنه تهران کې د خپل یو ساتونکي سره شهید کړای شو.
د حماس د عامه اړیکو دفتر ویلي، د حماس غورځنگ مشر اسمعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له گډون وروسته په تهران کې په خپل استوگنځي کې د صهیونیستانو د خیانت په پایله کې شهید شو.
همدا شان د حماس غورځنگ د سیاسي دفتر غړي موسی ابو مرزوق هم نن سهار د شهید اسمعیل هنیه د شهادت په غبرگون کې وویل: «د امیر اسمعیل هنیه ترور یو بزدلانه عمل دی او بې ځوابه به پاتې نهشي.»
تر اوسه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو، جهادي او سیاسي ډلو او نورو له لوري د نوموړي وژل کېدل غندل شوي دي.