د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې په نږدې وخت کې د موټرونو جواز یا لايسنس برېښنايي کېږي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپلې اېکسپاڼه لیکلي، په لومړي ځل به په افغانستان کې په نړیوالو معیارونو برابر د برېښنايي لیسنس ورکړه پیل شي چې له دې سره به په هېواد کې دغیر قانوني لیسنس د ورکړې مخه ونیول شي.: «په دې سيستم سره به هېواد کې د ترافيکي پېښو د مخنيوي ترڅنگ په زيات شمېر نور مثبت بدلونونه به د ترافيکو په برخه کې رامنځته شي.»
په هېواد کې لا هم زرگونه موټر چلوونکي د موټر چلولو جواز یا لايسنس نه لري؛ خو یاد موټر چلوونکي د هېواد په لویو لارو موټر چلوي، چې نږدې هره ورځ د هېواد لویې لارې د یوې ترافیکي پېښې شاهدانې وي.
د چارو شنونکو وايي، که د لویو لارو موټر چلوونکي د نشهيي توکو له کارولو منع شي، په نړیوالو معیارونو برابر د موټر چلولو جواز ورکړل شي، لویې لارې جوړې شي؛ نو لرې نه ده چې په هېواد کې د ترافیکو پېښې کمې شي.