Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ټولگټو وزیر: د کابل ـ کندهار لویې لارې رغنیزې چارې به په غوره کیفیت تر سره شي
    افغانستان

    د ټولگټو وزیر: د کابل ـ کندهار لویې لارې رغنیزې چارې به په غوره کیفیت تر سره شي

    عمران آغاعمران آغا3 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو چارسمبالي وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل ـ کندهار د لویې لارې د رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې او تړون لرونکو شرکتونو ته یې سپارښته کړې، چې د یادې لویې لارې رغنیزې چارې دې په غوره کیفیت تر سره کړي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل ـ کندهار لویې لارې په اوږدو کې ۶ محرابه مجسدونه جوړېږي، چې د ۵ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې یې سږ کال پیل شوې او د یو محراب مسجد د رغونې کار په دامان ولسوالۍ کې پرو سږکال پیل شوی و، چې ۶۰ سلنه چارې یې مخته تللې دي.

    د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د وزارت او تړون لرونکو شرکتونو له اړونند ماشینریو، کمپونو، کرش پلانټونو، قیر پلانټونو او کارخونو څخه هم لیدنه کړې او د تړون لرونکو شرکتونو مسوولینو، تخنیکي او کاري ډلو ته یې لارښوونه کړې، چې خپلې ور سپارل شوې چارې دې په غوره کیفیت، چټکتیا او ټاکلي وخت تر سره کړي.: «همدارنگه د ټولگټو وزارت چارسمبالي وزير د کابل-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې له نصب شوو تلو څخه هم ليدنه وکړه او اړونده مسوولينو ته يې د بار‌وړونکو وسايطو د جدي څارنې لارښوونه وکړه ؛ ترڅو د يادې لويې لارې رغول شوو برخو د ويجاړېدو څخه مخنيوی وشي.»

    د کابل-کندهار لویه لار چې د افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي رگ بلل کېږي، ۴۵۰ کیلومټره اوږدوالی لري.

    ټولگټو وزارت پرو سږکال د يادې لویې لارې کار په ۷ برخو کې پيل کړی وو، چې اوس يې د کار د چټکتيا او غوره تطبيق په موخه په بېلابېلو نورو برخو وېشلی دی.

    د کابل – کندهار لويه لار د هېواد يوه له مهمو اقتصادي لویو لاروو څخه ده، چې گاونډيو هېوادونو ته د کرنيزو او سوداگريزو توکو په لېږد رالېږد کې غوره اقتصادي رول لري او په اساسي ترميم او بیا رغونې سره به یې د کرنيزو او سوداگريزو توکو په چټک لېږد رالېږد کې د پام وړ اسانتياوې رامنځ ته شي.

    مخکینۍ مقالهپروان کې د یو باب ښوونځي ودانۍ جوړه شوې
    راتلونکي مقاله د ننګرهار له هوايي ډګر به ډېر ژر ملکي الوتنې پيل شي

    مربوطه لیکنې

    کار پروژه تولید ۴۰ میگاوات برق آفتابی در ولایت لوګر آغاز شد

    31 جولای 2025

    لوګر کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

    31 جولای 2025

    تېره میاشت د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۱ سلنه ټیټوالی راغلی

    31 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 جولای 2025

    د اسماعیل هنيه د شهادت لومړی تلين؛ حماس غورځنګ: لاره یې تعقيبوو او د ازاد فلسطين تر جوړېدو مبارزه کوو

    حماس اسلامي غورځنګ د دې غورځنګ د سياسي دفتر مشر شهيد اسماعيل هنيه د شهادت…

    کار پروژه تولید ۴۰ میگاوات برق آفتابی در ولایت لوګر آغاز شد

    31 جولای 2025

    لوګر کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

    31 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسماعیل هنيه د شهادت لومړی تلين؛ حماس غورځنګ: لاره یې تعقيبوو او د ازاد فلسطين تر جوړېدو مبارزه کوو

    31 جولای 2025

    کار پروژه تولید ۴۰ میگاوات برق آفتابی در ولایت لوګر آغاز شد

    31 جولای 2025

    لوګر کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

    31 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،935 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.