Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغانستان بانک: له بانکونو څخه د پیسو ایستلو کچه ډېره شوې ده
    افغانستان

    د افغانستان بانک: له بانکونو څخه د پیسو ایستلو کچه ډېره شوې ده

    صابر افغانصابر افغان7 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان بانک وايي، د پېرودونکو د پیسو د ورکړې پروسې د اسانتیا، د خلکو د مالي ستونزو د حل او د غوره بانکي فعالیتونو او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ټول سوداگریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو انفرادي حساب‌لرونکي کولی شي تر دې وروسته په اوونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او همدارنگه د ډالري حسابونو مشتریان په اوونۍ کې دوه زره امریکایي ډالر رایستلی شي.

    له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، انفرادي بانکي حسابونو کې د پیسو ویستلو مبلغ له اویا (۷۰،۰۰۰) زره افغانیو څخه په اوونۍ کې (۱۵۰،۰۰۰) زره افغانیو ته لوړ شو او همدارنگه ډالري حسابونو کې په اوونۍ له زر (۱۰۰۰) امریکایي ډالرو څخه دوه (۲۰۰۰) زره امریکایي ډالرو ته لوړ شو.: «انفرادي بانکي حسابونو کې د پیسو ویستلو مبلغ له دوه سوه او پنځوس (۲۵۰،۰۰۰) زره افغانیو څخه په میاشت کې پينځه سوه (۵۰۰،۰۰۰) زره افغانیو ته لوړ شو او همدارنگه ډالري حسابونو کې له درې زره (۳۰۰۰) امریکایي ډالرو څخه شپږ (۶۰۰۰) زره امریکایي ډالرو ته لوړ شو.»

    د خبرپاڼې له مخې، شرکتي حسابونو کې د پيسو ویستلو مبلغ له ۵ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته لوړ شو، په دې شرط چې یاد مبلغ په میاشتني ډول له دوه سوه زره (۲۰۰،۰۰۰) امریکایي ډالرو یا معادل یې په افغانیو څخه لوړ نه شي، له دې وړاندې دا محدودیت سل زره (۱۰۰،۰۰۰) امریکایي ډالر وو.:«هغه انفرادي بانکي حسابونه چې بیلانس یې له شل زره (۲۰،۰۰۰) امریکایي ډالرو یا یې معادل په افغانیو څخه پورته نه وي، د ویستلو لپاره یې هېڅ ډول محدودیت نه‌شته او هغه شرکتي بانکي حسابونه چې بیلانس یې له دېرش زره (۳۰،۰۰۰) امریکایي ډالرو او یا یې معادل په افغانیو څخه پورته نه وي، د یاد مبلغ د ویستلو لپاره هېڅ ډول محدودیت نشته.»

    د یادونې وړ ده هغه کسان چې په بانکونو کې نوي حسابونه پرانیزي هېڅ ډول محدودیت نشته او د افغانستان بانک ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به د ټولو حسابونو څخه محدودیتونه په ټولیز ډول لرې کړي، ترڅو د بانکي سکتور ټول فعالیتونه عادي حالت ته را وگرځوي او په دې وسیله د درنو هېوادوالو لپاره د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

    مخکینۍ مقالهکانونو وزارت: د پنجشېر د زمردو په اوومه داوطلبۍ کې ۳۹۷۷ قیراطه زمرد پلورل شوي دي
    راتلونکي مقاله په ایران پر افغان کډوالو د بندیزونو دوام؛ په اذربایجان ولایت یې پر هر ډول فعالیت بندیز لگېدلی

    مربوطه لیکنې

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر: کابل کې ديپلوماتیک حضور سفارت کچې ته لوړوو

    10 اکتوبر 2025

    خوست کې د جلغوزیو حاصلات د تیر کال په پرتله درې برابره زیات شوي

    10 اکتوبر 2025

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    9 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 10 اکتوبر 2025

    د امیر‌خان متقي وروستي سفرونه او د ګاونډیانو او مخالفینو شدیدې اندېښنې

    ملي دفاع وزارت: پاکستان د افغانستان هوایي حریم نقض کړ؛ د دې کرغېړن اقدام عواقب به د پاکستاني پوځ پر غاړه وي

    10 اکتوبر 2025

    روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنې درانه هوایي بریدونه کړي

    10 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امیر‌خان متقي وروستي سفرونه او د ګاونډیانو او مخالفینو شدیدې اندېښنې

    10 اکتوبر 2025

    ملي دفاع وزارت: پاکستان د افغانستان هوایي حریم نقض کړ؛ د دې کرغېړن اقدام عواقب به د پاکستاني پوځ پر غاړه وي

    10 اکتوبر 2025

    روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنې درانه هوایي بریدونه کړي

    10 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،044 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.