د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ډاډه نه دی چې که ډونالډ ټرمپ د نومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې وخوري، د واک سوله ییز انتقال دې وشي.
نوموړي وړاندوینه کړې چې ډونالډ ټرمپ به د ۲۰۲۰ کال په څېر ووايي چې ټاکنې یې ګتلې او پایلې نه مني.
جوبایډن دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته څه کم درې میاشتې پاتې دي.
د امريکا ولسمریزو ټاکنو ته نوماندانو د دغه هېواد په حساسو ایالتونو کې خپل کمپاینونه هم زیات کړي دي.
د امريکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې ټرمپ باندې د ټاکنيز کمپاين پر مهال وسلوال بريد شوی و.