د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له یو شمېر ایراني پانگهوالو سره لیدلي دي.
له اقتصادي مرستیال دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې ایراني پانگهوالو په افغانستان کې د اوسپنې کانونو استخراج او پروسس، د لمریزې برېښنا د تولید، د سړک او اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، د معیاري صنعتي فابریکو رامنځته کولو او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانگړې صنعتي ساحې جوړولو په برخه کې پانگونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، ایراني پانگهوالو ویلي، افغانستان د پانگونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی چمتو دي څو په یادو برخو کې پانگونه وکړي، خپلې تجربې شریکې او د ظرفیت لوړولو په موخه افغانانو ته په خپل هېواد کې د روزنې زمینه برابره کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانگونې ته دایراني پانگهوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او دوی ته یې په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.: «اړوند وزارتونه او ادارې به په خپلو برخو کې له دوی سره بشپړه همکاري او له نږدې کار وکړي.»
په هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته گڼ بهرني هېوادونه لېواله شوي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي.