دا څرګندونې د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ټاپي او افغان-ترکمن د اقتصادي دهلیز او انرژۍ لېږد د نورو پروژو عملي چارو پېلېدو په موخه د چمتووالي ناسته کې وکړې.
په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ویلي؛ د ټاپي نل لیکې ټول اوږدوالی یو زر او ۸۴۰ کیلو مټره کېږي، چې له دې جملې ۲۱۴ کیلومټره د ترکمنستان په خاوره کې نل لیکه رغول شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ د ټاپي نل لیکه د دې ظرفیت لري چې په کلني ډول ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز ولېږدوي، چې له دې څخه به پینځه میلیارد متر مکعب افغانستان کې او پاتې ۱۴ – ۱۴ میلیارده متر مکعب به پاکستان او هندوستان کې مصرفېږي.
د ښاغلي متقي د معلوماتو له مخې؛ افغانستان به په اوله لسیزه کې ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز ترلاسه کړي، دویمه لسیزه کې به دا شمېره یو میلیارد متر مکعب شي او همداسې درېیمه لسیزه کې به یو نیم میلیارد متر مکعب ګازو ته د افغانستان برخه لوړه شي.
نوموړي همدا رنګه زیاته کړې، هر کال به شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره افغانستان د ترانزیټ فیس په توګه ترلاسه کوي.