لیکوال: اېمل پښتون
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د سنبلې ١٨مه د احمد شاه مسعود د وژل کېدو له ورځې سره سمون خوري؛ د اشغال په دوران کې دا ورځ د افغانستان په تاریخ او قلمرو توره او تپل شوې ورځ وه، په دې ورځ به د مسعود لارویان د ځنګل د وحوشو په شان سرکونو، لارو او کوڅو ته راوتل، دا ورځ به په ظلم، وحشت او بربریت سره لمانځل کېدله، تر دې حده چې د لویو ښارونو لارې، کوڅې او سرکونه به ټول وتړل شول، په ښارونو کې به ډزې، غلاوې، چور او تالان روان وو.
د ناروغانو پر مخ به د روغتونونو دروازې تړل شوې وې، خلک به په کورونو کې بند پاتې کېدل او یا به د دوی په ډزو کې وژل کېدل، نه پوهېږم دومره جاهلان به په یوه ورځ له کومه کېدل، ټول ښار به له وچ مخو، ببر سرو، پکول وهلو، بډ وهلو او ټوپکیانو ډک وو او بالاخره دا ورځ به د سلګونو بې ګناه، مظلومو عوامو پر شهادت او وینو تویولو پای ته رسېده او لمانځل کېدله.
د احمد شاه مسعود د تلین لمانځونکو د موټرو کاروان به خلک تر پښو لاندې دل کول.
د احمد شاه مسعود پلویان به د وږي میاشتې په ١٨مه د کابل او ځینو نورو ښارونو لارو کوڅو ته راووتل، د خلکو د ازیت او آزار له لارې به یې د خپل زور اظهار کاوه، د وخت حکومت یې په کابو کولو کې عاجز وو.
مګر اوس د مسعود زوی د جرمني بهرنیو چارو وزیرې ته عذر او زارۍ کوي تر څو د فرانکفورټ ښار په یوه هوټل کې د خپل پلار د مړینې ورځې د نمانځلو خیرات ترې وغواړي.
د احمد مسعود خبره د یو هوټل مسؤل ردوي او بیا نوموړی د دغه خنډ د لرې کولو لپاره له بل چا مرسته غواړي، ترڅو د هوټل په مسؤل دا خبره ومني، چې د دوی غونډه رد نه کړي او اجازه ورکړي ترڅو دوی لمانځغونډه ترسره کړي او د احمدشاه مسعود پړسول شوي شخصیت ته لا نوره هوا ورکړي او د ډلې ناهلی حالت بیا هیله مند کړي؛ خو دا یې هېر کړي دي چې دوی هېڅ هېواد نشي زغملی، بلکې رټل شوي او استفراق شوي دي.