د باغیانو او بغاوتګرو د مهارولو او مدیریت په موخه یو اساسي کار دا وشو چې د پنجشیر مسیر له بدخشان سره وصل شو.
دغه سړک د بدخشان څلور ولسوالۍ کوران و منجان، یمګان، جرم او بهارک سره وتړلې، نوموړی سړک د دفاع وزارت پورې اړوند د پنجشیر ولایت د فوق العاده لوا د انجینرۍ د ټیم له لوري د 50 کلومیترو په اوږدوالي او 10 مترو په پلنوالي په اساسي ډول ورغول شو.
په دې سره به د هندوکش د غرونو په تالو او ناوونو کې د باغیانو او شورشیانو لپاره نور پټنځایونه ختم شي؛ بل دا چې په دوی به د تیښتې لارې بندې شي.د افغانستان مرکزي نظامونه د همدې غرونو له لړیو تهدید شوي، کمزوري شوي او چپه شوي دي.
ا.ا ډېر زیرکانه اقدام وکړ چې دا د بغاوتونه یوه پرانستې دروازه یې وتړله، که له یوې خوا امنیتي ګټه لري له بلې خوا به ولسونه په اسانۍ خپل کرهنیز پيداوار او سوداګریز توکي انتقال کړي.
د راپورونو له مخې د ا.ا مربوطه وزارت په پلان کې لري چې دا سړک 250 کیلومتره لاپسې وغځوي چې د دې سړک په تکمیلېدو سره به د افغانستان یو امنیتي کمربند Ring Steal تکمیل شوی وي؛ بیا به له دې وروسته په اندرابونو کې هم باغیان د تیښتې لارې او ګودرې ونه لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.