Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له موازي حکومت څخه د دوستم موخه څه ده؟
    لیکني

    له موازي حکومت څخه د دوستم موخه څه ده؟

    صابر افغانصابر افغان24 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په کار خو دا دی چې ترکیه هم د تاجکستان په څېر د اسلامي امارت مخالفو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، لکه څنګه چې د مقاومتیانو په فعالیتونو یې په تاجکستان کې پابندي ولګوله او سیاسي دفتر یې ور وتړه.

    د افغانستان د تېر نړېدلي مخلوع جمهوري نظام پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم د اسلامي امارت پر وړاندې د یوه موازي حکومت د جوړولو غږ کړی دی.

    اوس پوښتنه دا پیدا کېږي چې، د دوستم موخه له موازي حکومت څخه څه شی ده؟ د کاغذي مارشال په څېر ځینې نور چې، ځانونه د اسلامي امارت د مخالفو ډلو مشران ګڼي، په ترکیه کې یې د افغانستان د نجات په نامه یوه شوری جوړه کړې، چې وخت ناوخته پکې غونډې دایروي.

    که حقیقت ته ځیر شو، کومه شوری چې د افغانستان د نجات لپاره په ترکیه کې جوړه شوې، دا په حقیقت کې د افغانانو د تباهۍ او بربادۍ په نامه هم تعبیر کېدای شي.

    تېره ورځ په ترکیه هیواد کې کاغذي مارشال عبدالرشید دوستم یوې غونډې ته په وینا کې د موازي حکومت د جوړولو خبره وړاندې کړې ده او دا یې هم ویلي چې، د اسلامي امارت پر وړاندې به مبارزه کوي.

    دوستم د خپلو خبرو په ادامه کې ویلي او ادعا یې کړې چې، اسلامي امارت به ماتوم او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوم؛ اسلامي امارت بیا د دوستم د دې ادعاو او څرګندولو په تړاو څه نه دي ویلي.

    بلخوا امریکایي چارواکو ویلي چې، د اسلامي امارت د مخالفو ډلو، ټپلو پوځي ملاتړ نه کوي، خو له غیرطالب مشرانو او د اسلامي امارت له سیاسي مخالفینو څخه سیاسي ملاتړ کوي او لیده کاته ورسره ترسره کوي، ایا دا ډول لیده کاته به په اسلامی امارت کوم منفي تاثیرات پرېباسي؟ دا پوښتنه تاسو جواب کړئ!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد دوستم لخوا امرالله صالح او احمد مسعود ته په کنایي الفاظو کې سپکاوی وشو!
    راتلونکي مقاله مقاومت که مزاحمت؟ د جبهې تش په نوم مبارزه!

    مربوطه لیکنې

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 10 سپتمبر 2026

    وال‌سټریټ ژورنال: د ایران مقاومت د ټرمپ د ژر بریا پلان له ننګونې سره مخ کړی

    وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ لوړپوړو چارواکو ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې…

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    10 سپتمبر 2026

    کابل کې د ۷۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزې پراختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

    9 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    وال‌سټریټ ژورنال: د ایران مقاومت د ټرمپ د ژر بریا پلان له ننګونې سره مخ کړی

    10 سپتمبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    10 سپتمبر 2026

    کابل کې د ۷۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزې پراختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

    9 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.