Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»‏له غزې وروسته لبنان ته د جګړېیزې پېڅي غځول او پایلې
    لیکني

    ‏له غزې وروسته لبنان ته د جګړېیزې پېڅي غځول او پایلې

    صابر افغانصابر افغان29 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    منځني ختیځ کې د غزې پر مظلومو مسلمانانو لا هم په خرپ بریدونه روان دي او هره ورځ په لسګونو کسان شهیدان کېږي؛ تازه څو ورځې کېږي چې د همدې اور بڅرکي لبنان هیواد ته غځېدلي او د یاد هیواد فضا او ځمکه د یهودو تر سختو ګوزارونو لاندې دي.

    دا چې ولې یهود غواړي د جګړې د څادر پیڅه پراخه کړي؟ دلته یې یو څه لیکو:

    دلته دوه خبرې دي؛ له یوې خوا عرب چې له مشرتابه(سعودي، اماراتو او مصر) رانیولې بیا تر نورو همنوایانو پورې، له لسیزو را په دې خوا د منځلاري اسلام تداعي کوي؛ ترقي ته ځان ژمن او د خپلې بقاء لپاره د امریکایي ګټو خوندیتوب لوی ضامن بولي؛ نو امریکا ورته له خپلې کوچنۍ نمایندګۍ(اسرائیلو) څخه عملیاتي قول اردو جوړه کړې، تر څو د دوی د خوف او رجاء له زندګي څخه هم خوند واخلي او هم ورته په ځینو مواردو کې د سرغړونې په جرم ګوشمالي ورکړي.

    په همدې توګه یې سږکال د نورو کلونو په توپیر؛ لومړی مخامخ پر دوی نه، بلکې د دوی پر هغه کمزورو قومیانو برېښنده ګوزارونه وکړل، ترڅو یو او بل ته د دوی خپل منځي باطني افتراق لا ښه بربنډ کړي او دا چې د ګډ غلیم پر وړاندې ګډه هماهنګي یا مشترکه ننګه ونه کا؛ نو یې د نسلونو او پیړیو لپاره د یوه او بل وینو ته تږي وساتي.

    دویم عمده لامل د یهودو پخوانۍ غچ اخیستنه ده؛ ښایي په دې لړ کې لوی فارس هم د یهودي ټبر ملا کلکه کړي؛ هغه تحلیل چې اوس د حزب الله او حوثیانو د مقاومت له امله یواځې خیالي اوازې ښکاري.

    خو شاید تر یوه ازمایښتي پړاو وروسته دا لړۍ ځکه عملي شي چې همدا اوس د ایران غوڅ اکثریت نفوس پر غربي افکارو ملوث دی؛ هلته ځوان نسل د فکري کتابونو، رسنیز یرغل او پردي فرهنګ د ترویج له امله تر سیکولریزم او تر دې ور آخوا پر نورو انحرافي لارو اخته شوی؛ هغوی کې ډیری داسې هم شته چې اوس هم د ایران تر بیرغ لاندې د یو ستوریز اسرائیلي بیرغ پر ننګه خوښ دي.

    دا چې د عربو او اسرائیلو ترمنځ چې پخوانۍ سپرغکۍ پاتې او له ۱۹۷۹م څخه را په دې خوا سره ښکر په ښکر دي؛ د تاریخ په اوږدو کې هم دواړو لوریو څو ځله غومبر وهلی دی.

    خو وروستیو لسیزو کې کله چې په سیمه کې د یهودي بانډ قوت رامنځته شو، نو د منځني ختیځ خنداوې هم تالا ترغه شوې او یاد بانډ هر هیواد په یوه نه یو ډول پر بل ورور وټکاوو.

    د لانجې پایلې:

    ما مخکې هم یوه لیکنه کې ویلي ؤ چې د غزې د اور بڅرکي به ټوله عربي متأثره کوي؛ خو هغه د اور بلوونکي به هم ښه ورځ ونه ګوري.

    دا چې تر غزې وروسته لبنان د انسانانو کشتارګاه شوه، نو ښایي د لبنان تر مظلوم ماښامي وروسته د دغو تیارکیو اثرات یمن، مصر او… ته هم سرایت وکا، چې بالاخره به یهود خپل منزل مقصود ته داسې ځان رسوي چې مخته به ورته هیڅ موانع نه وي پاته او د عربو مسلمانه ټولنه به یې پر خپلمنځي بې اتفاقیو وار له مخه اخته کړې وي.

    امریکا که څه هم پر ټول منځني ختیځ د ویرې خپسې خپرې کړې او له کوم زور زیاتي یا امتیازاتو پرته یې ډېری هیوادونه د ځان برده ګان جوړ کړي؛ خو اوس د خپلې یهودي نمایندګۍ(اسرائیلو) په توسط غواړي هلته د اوږدمهال لپاره هم خپلې ګټې تامین کړي.

    دوی به په دې توګه هم د تاریخي کساتونو ارمان پوره کړي او هم به نورو ابر قدرتونو رقیبانو ته وانمود کړي چې د دوی پر وړاندې څوک د پاڅېدو وړتیا نه لري.

    د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به ایران تر پایه د پوځي تقابل ګواښوونکې لوبه وکړي او امریکا به د رسنیو له مخې د خپلې نمایندګۍ خپلسري وغندي، خو د پر دې تر شا به هم د خپلو وسلو تمریناتي هڅې کوي او هم به یې د اوږدمهال لپاره د منځني ختیځ پر ثروتونو خیټه اچولې وي.

    البته که عربو د اتحاد کاسه په شریکو لپو ډکه کړه، نو ممکن د ټولو استخباراتي لوبو هڅې تس نس کړي؛ هغه آرمان چې شاید یوه معجزه به ورته تحقق ورکوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهعباس عراقچي: ژر دې د اسلامي هېودانو د مشرانو فوق العاده غونډه جوړه شي
    راتلونکي مقاله بادغيس کې د نږدې پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر…

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.