د کورنيو چارو وزارت خبر ورکوي چې د ياد وزارت د وزير خليفه سراج الدين حقاني په مستقيم هدايت هېواد کې د ژورو څاه ګانو او برمو د سرونو پټولو او محفوظولو د حکم د تطبيق او څارنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه او په کار یې پيل وکړ.
د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ هېواد او په ځانګړې توګه سويل کې څاه ګانو ته د لوېدلو زړه بوږنوونکې پېښې رامنځته شوي، چې په همدې اساس به ياده کمېټه په عملي توګه ولاياتو ته سفرونه کوي او د کورنيو چارو وزارت د حکم پر اساس به په جدي توګه خلکو ته د برمو او ژورو څاه ګانو د خوندي کولو او سر پټولو څارنه او لارښوونې کوي.
۱ څرگندون
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته ډيرخوښ يوچي اسلامي امارت دهيواد ملي پروژي تدبيق اوترکارلاندي لري