Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دیني لیکني»د مقاومت جبهه د قرآن کریم له انده (۳)
    دیني لیکني

    د مقاومت جبهه د قرآن کریم له انده (۳)

    صابر افغانصابر افغان12 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د دې لیکنې په تېرو دوو برخو کې مو د قرآني آیتونو له مخې د بغاوت جبهې پر ماهیت بحث کړی، په دې برخه کې به د بغاوت جبهې موخې وڅېړو.

    که څه هم په افغانستان کې نن سبا دا یاغي ډله په فزیکي توګه شتون نه لري، څو تنه یې د هندوکش د غره په لمنو کې وو چې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول، ځینې یې د یخنۍ او له غره څخه د رالوېدو له امله مړه شول.

    ځینې یې د خپلو غربي بادارانو غېږو ته ورغلل، له هېواد څخه د باندې د ځان په ګټه رسنیز تنور ګرموي، په تبلیغاتو، تورونو او توهینونو خپله باغي جبهه ژوندۍ ښیي.

    دا باغي ډله تر اوسه د خپلو موخو د څرګندولو لپاره رسمي منشور او اساسي تګلاره نه لري، دا په خپله د دوی د کمزورۍ، بې وزلۍ او ګډوډۍ ښکارندويي کوي؛ دوی له دې پرته چې خپله ډوډۍ یې ورکه کړې، بله موخه نه لري او د خپلو پخوانیو غلو په لټه کې دي.

    باغیان رسمي منشور نه لري، خو د مشرانو له ویناوو څخه یې دا شونې ده د هغو اهدافو په اړه چې شر او فساد ته د رسېدو لپاره یې د پردې په توګه ټاکلي دي؛ استناد وکړو.

    د تابناک خبري اژانس د راپور له مخې، د یاغیانو د جبهې مشر احمد مسعود د فرانسې په ورځپاڼه “لارګل دوژو” کې لیکلي چې زموږ هدف د استبداد د بري مخنیوی او په افغانستان کې د معتدل اسلامي ولسواکی نظام رامنځته کول دي.

    مسعود وايي چې موږ په افغانستان کې د ظلم مخه نیسو؛ ګرانو مسلمانانو! آیا د اسلامی نظام حاکمیت ظلم دی؟ اسلام خپل ټول وګړي د ږمنځې د شاخونو په څېر مساوي او فضیلت د تقوا پر بنسټ ګڼي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی د سورت الحجرات په ۱۳ آیت کې بیانوي.

    دوی وايي چې زموږ موخه د منځلاري اسلامي، ولسي نظام رامنځته کول دي؛ آیا د اسلامي امارت نظام ولسي نه دی؟ آیا د حکومت دننه دیکتاتورانو، مفسدو او مخربو خلکو ته اجازه نه ورکول زیاتی او ولسواکي نه ده؟د افغانستان اسلامي امارت د امانت دارو او وړ خلکو په مټ حکومت چلوي، نه د هغو کسانو په څېر چې په جمهوري نظام کې یې د وړتیا لاپې وهلې، خو له ملت او هیواد سره یې خیانت وکړ.

    اسلامي امارت د ایثار او قربانۍ په والو حکومت پرمخ وړي، نه به هغو کسانو چې د ولس په وینو یې ځانونه د ځمکې او شتو خاوندان کړي؛ ايا هغه څوک چې زياتې قربانۍ یې ورکړې، زیات مستحق نه دي؟

    الله جل جلاله د سورة الانبیاء په ۹۴ آیت کې فرمایي: «فٙمَن یَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا کُفْرَ‌انَ لِسَعْیِهِ وَ إِنَّا لَهُ کَاتِبُونَ»، ژباړه: هر هغه څوک چې نیک عمل وکړي او مؤمن وي، هڅه او کوښښ به یې پټ او بې شکریې پاتې نه شي، او بېشکه موږ به یې لیکونکي(امین) وو.

    الله تعالی د سورت هود په ۱۱۵ آیت کې فرمایي: «وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ»، ژباړه: صبر وکړئ، ځکه چې الله د نیکانو اجر نه ضایع کوي”.

    هغه کسان چې نن په افغانستان کې په دولتي مقامونه کې دي، د قربانۍ او ایثار پر بنسټ ورته رسیدلي دي، نه د استبداد او دیکتاتورۍ له لارې.

    اې د افغانستان درنو خلکو او ولسونو! که د باغیانو هدف اسلام وي، چې په معتدله بڼه حاکم شوی دی؛ ایا تاسو لمونځ، حجاب او د حدودو پلي کول نه وینئ؟ امنیت او سوکالي ورځ په ورځ ښه کېږي، دوی بیا هم ولې بغاوت کوي؟!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبرېښنا شرکت له پخوانيو چارواکو ۱۹۵ میلیونه افغانۍ پور راټول کړی
    راتلونکي مقاله کابل، کاپیسا، سرپل او هرات ولایتونو کې د یو شمېر پروژو د برخلیک اړوند پرېکړې وشوې

    مربوطه لیکنې

    جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي

    9 جنوري 2025

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (١١)

    23 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)

    20 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    د سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د حکومت د مشرتابه په حکم…

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.