د ټولګټو وزارت په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د ياد وزارت سرپرست وزير ملا محمد عيسی ثانی د سالنګونو لویې لارې دعاه کاري بهير او کيفيت څخه څارنه او ليدنه کړې او د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته یې سپارښتنه کړې، چې د یادې لويې لارې پلان شوې برخې دې د ژمې د سړې هوا له رارسېدو وړاندې ورغوي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې د سالنګ لویې لارې اړوند له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د کانکریټ اچونې کار بشپړ شوی او ۱۰ ګالرۍ (پنځه په شمالي سالنګ او پنځه په جنوبي سالنګ) کې تر کار لاندې دي او د بېلابېلو طبقاتو کارونه یې جریان لري.
د يادونې وړ ده چې د يادې لويې لارې د شمالي سالنګ اړوند د خنجان – دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار هم له خنجان څخه دوشي لوري ته مخ په وړاندې جریان لري.