ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۴/۹ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د فارياب د طوطي ميدان ګازو د اکتشاف تړون د يو ميليارد ډالرو په ارزښت لاسليک شو.
۲_ترکیه د افغانستان د کلتوري میراثونو په ساتنه کې همکاري کوي.
۳_میدان وردګو کې ۸۶۳۵۴ عدده نشه يي ټابليټ د انتقال پرمهال کشف او نیول شوي دي.
۴_چینایی سوداګر د افغانستان په مرکزي او جنوبي سیمو کې د جلغوزیو د پروسس کارخانې جوړوي.
۵_د نورستان په نورګرام کې د لومړي ځل لپاره د يوه روغتيايي مرکز د جوړولو چارې پيل شوې.
۶_د مس عينک کان په ژر استخراج او سل سلنه پروسس ټينګار شوی.
۷_کابل، کاپیسا، سرپل او هرات ولایتونو کې د یو شمېر پروژو د برخلیک اړوند پرېکړې وشوې.
۸_برېښنا شرکت له پخوانيو چارواکو ۱۹۵ میلیونه افغانۍ پور راټول کړی.
۹_بدخشان کې لرغوني ځايونه بيا رغول کېږي.
۱۰_د لغمان شاهي کانال، عملي چارې پیل شوې.
۱۱_د ټولګټو وزارت له ژمي وړاندې د سالنګونو د پلان شوي کار په پای ته رسېدو ټينګار کړی.
- [ ] سیمه:
۱_پاکستان کې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو ګمرکي تعرفه صفر شوې.
۲_وسلوالو بلوچستان کې پر کان کېندونکو کسانو برید کې ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
۳_پاکستان کې د وروستیو ناکراریو پر دوام تازه کرمه کې فرقه یي جګړې شوي.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_د لاتینې امریکا نیوکاراګوای حکومت له اسرائيلو سره د ډيپلوماتیکو اړیکو د پرېکون اعلان وکړ. - [ ] نړۍ:
۱_امريکا کې د داعش په تور نيول شوی افغان د امريکا د استخباراتي ادارې غړی پاتې شوی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.
۱ څرگندون
الحمدالله الحمدالله ثم الحمدالله دامارت په راتلوسره دافغانستان مسلمان ولس په وړاندې روان دي دبيارغوني ، امنيت ، سوکالۍ کارونه مخ پر ښه کيدو دي انشاالله ستاسو ددوعا محتاج ، مولوي ابوالحسن ، عرب ،