جیش العدل وسلوالې ډلې د یوې بیانیې په خپرولو سره د ایران د سیستان او بلوچستان په تفتان ولسوالۍ کې د ١٠ ایراني پوځیانو د وژلو ادعا کړې ده.
څو ساعته وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې وسله والو د سیستان او بلوچستان په تفتان ولسوالۍ کې د دغه هېواد د سرحدي پولیسو پر ګزمې برید کړی او ۱۰ تنه پوله ساتي عسکر یې وژلي دي.
د ایراني پوځیانو پر ضد د جیش العدل وسلوالې ډلې بریدونه له وړاندې خپله مخینه لري؛ تېر کال هم په ورته برید کې ۱۱ ایراني پوځیان وژل شوي وو.
د ایران په پارلمان کې د سیستان او بلوچستان استازي فداحسین مالکي ټینګار کړی چې د دې برید په اړه له پاکستاني چارواکو سره باید حساب وشي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ايران په بېلابېلو ښارونو کې ورته بريدونه شوي، چې ايراني چارواکو يې اصلي ټاټوبی پاکستان ګڼلی دی.