Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د امریکا ټاکنو ته د شر او فساد وروستۍ هیلې!
    لیکني

    د امریکا ټاکنو ته د شر او فساد وروستۍ هیلې!

    عمران آغاعمران آغا6 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: انجینر کمال احمدزی

    د شر او فساد ډله او ترڅنګ یې د تېر نظام پرسوده څهرې د امریکا ټاکنو ته په تمه دي؛ دوی هیله لري چې هلته به د ولسمشر په تغیر سره ټوله نړۍ کې تغیر راشي.

    د امریکا په ټولو ایالتونو کې ټاکنې کېږي، مګر برخلیک یې یوازې د الیکټرال کالج په لاس کې دی؛ د کالج سیستم د امریکا CIA او FBI په لاس کې دی چې د امریکا د امنیت ټولې چارې د کانګرس امنیتي جرګه ګۍ مدیریت کوي.

    د سنا مجلس امنیتي جرګه ګۍ کې هماغه د ویتنام د وخت زاړه سرتیري او قومندانان ناست دي چې په ټوله نړۍ کې د امریکا د مستقیمو او نیابتي جنګونو لپاره بوديجه تصویبوي.

    امریکا د نړۍ د هېوادونو لپاره مشخصې پالیسیانې او تګلارې لري چې د سیاستوالو په بدلون د هغوی اهداف او موخي نه بدلېږي.

    امریکا کې لویې کمپنۍ دي چې د امریکا ګټې په هر هېواد کې تشخیصوي د هغه لپاره ستراتیژي جوړوي، ګټې او زیانونه یې ګټګورۍ کوي او د یو پروپوزل په شکل یې په حکومت پلوري.

    اوس د شر او فساد ډله په دې تمه ده چې هلته به د اشخاصو په تغیر د هغوی اهداف هم تغیر شي، دا ډول تمه کول په حقیقت کې د انسان په بې شعوري او سیاسي نابالغتوب دلالت کوي.

    رښتیا خبره دا ده چې د شر او فساد ډله نه سیاست پېژني او نه شعور پېژني، ځکه چې د سیاست لپاره خاوره او هویت اساسي عناصر دي، خو دا خلک د افغان په نامه له شناخت څخه انکاري خلک دي؛ یو څوک چې وطني او ملتي هویت ونه لري په اوسنۍ نړۍ کې به سیاست چېرته وکړي؟

    د سیاستونو نقشې خو د ځمکې لپاره ترسیمېږي او بیا په ځمکه کې تطبیق کېږي؛ انسانان خو خلايي او فضايي مخلوقات(ایلنیز) نه دي چې په خلا کې خپلې ستراتیژیانې تطبیق کړي.

    بله مهمه خبره دا ده چې انسانان باید په بل د تکیې پر ځای په خپلو وړتیاو کار وکړي، په غربیانو اتکا کول یواځې یوه نتیجه لري چې دغسې به لکه یتیمان بې اسرې او بې نتیجې سړی پاتې شي؛ د غني غوندې به تښتي او د احمد مسعود غوندې به سیاسي دلال له سړي جوړېږي.

    دا خلک زموږ د ننګونو د تاریخ په سپکاوي پسې راوتلي، خو دا یوه خبره جوته او ښکاره ده چې د دې وطن خلک په دې پوهېږي چې ددې وطن وارثان څوک دي او د دې وطن د عزت او عظمت ساتوونکي څوک دي؟

    غربیان هم په دې پوهېدلي چې په افغانستان کې اغېز څوک لري او د افغان وطن اصلي وارثان او استازي څوک دي؟ نو ځکه مسعود او څو تنو ښځو سره د سیاست په تړاو څوک بحث نه کوي، د سیاست تړونونه د وطن اصلي زعیمانو سره کوي او د سوسیال یو څو پیسې لاشخورو ته ورکوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپر پاکستاني پوځ د «بي‌ال‌ای» خونړی برید؛ ۱۴ پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلې ترمنځ اختلافات ولې ورځ په ورځ زیاتېږي؟!

    مربوطه لیکنې

    د راتلونکي لپاره د مخالفینو روایت‌ جوړونه ولې پای او پایله نه لري؟

    2 فبروري 2026

    د بلوڅ وسلوالو جګړه د تبلیغ او واقعیت ترمنځ

    1 فبروري 2026

    د بلوڅانو روانه مبارزه؛ د پاکستان ناسم روایت او د مسئلې حقیقت

    31 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 فبروري 2026

    د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، ملا محمد فاضل مظلوم: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده

    د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت لومړي مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د…

    د کابینې ۱۴مه غونډه کې پر اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو خبرې شوي

    3 فبروري 2026

    اردوغان پر سیمه‌ییزو بدلونونو د خبرو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی

    3 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، ملا محمد فاضل مظلوم: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده

    3 فبروري 2026

    د کابینې ۱۴مه غونډه کې پر اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو خبرې شوي

    3 فبروري 2026

    اردوغان پر سیمه‌ییزو بدلونونو د خبرو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی

    3 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.