یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
حنیف اتمر چې د تېر جمهوري حکومت پر مهمو پوسټونو باندې یې دندې اجراء کړي؛ نوموړی چې د انکشاف دهات وزیر، د معارف وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او بیا د امنیت شوری سلاکار په توګه مهمې دندې وکړې؛ نوموړی د افغانستان په تاریخ کې د پټو معاملو مغز متفکر جاسوس دی.
د اغزن تار له تېرولو او د واشنګټن سره تر امنیتي قرارداد لاسلیک پورې یې له هیڅ پستۍ لاس وانخیست.
حنیف اتمر د پاکستان GHQ، د ایران سپاه او د روسیې تر KGB پورې کانالونه لرل.
اتمر د طالبانو له راتګ وروسته له طالبانو سره سولې ته وړاندې شو او د دوی په وړاندې یې جګړه ښه لاره نه بلله، خو دا د اتمر د سوله خوښې مزاج خبره نه وه، بلکې خبره دا وه چې اتمر نه قومي بیس لاره، نه یې ګوندي بیس درلود او نه ورسره کوم نظامي قوت شته، نو اتمر په ډېرې زرنګۍ غوښتل چې طالبانو ته نږدې شي او دوی سره سیاسي ډیل وکړي.
اتمر چې ولیدل طالبان د سیاسي ډیلونو خلک نه دي، له ناحیې تمه پرې شوه نو پر طالبانو پسې یې د عامه اذهانو د مشغوشولو په خاطر داسې یو افواه او تبلیغ په لاره واچول چې ګواکې امریکا له افغانستان څخه نه ده وتلې.
حال دا چې په 2021 کال د اګست په ٣١مه شاوخوا د شپې دوولس بجې د دوی وروستنی سرتیری له افغانستان څخه ووت.
د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال مکینزي په یو خبري ناسته کې له افغانستان څخه د بشپړ وتلو پخلی وکړ او ویې ویل چې د کابل هوایي ډګر څخه د دوی د وروستني سرتیري په وتلو دوی افغانستان بشپړ تخلیه کړ.
د تخلیې په ورځو کې د اتمر په شمول ګڼ وزیران له لاسي بېکونو سره د کابل هوایي ډګر مخې ته نا امیده ناست وو.
که امریکا له افغانستان څخه نه وای وتلې اتمر او د امریکا افتخاري جواسیس به هرګز نه وای وتلي.