Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې ترمنځ وخت نا وخت رابرسېره کېدونکو اختلافاتو اساس څه دی؟
    لیکني

    د شر او فساد ډلې ترمنځ وخت نا وخت رابرسېره کېدونکو اختلافاتو اساس څه دی؟

    صابر افغانصابر افغان9 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت څه باندې درې کاله کېږي چې افغانستان يې له مفکورې، نظريې، لنډغريزم او د قدرتونو له جزايرو خوندي شوی دی؛ شر خوښوونکي لارویان یې د افغانانو له لوري استفراق شول.

    د شر او فساد ډلې ټپلې چې ایجاد کوونکي یې ځينې په واشنګټن، فاريس، دوشنبې، استانبول او د لندن په شمول په بېلابېلو ځايونو کې هستوګن دي او په هیواد کې د بدلون لپاره آنلاين يا هم د خواله رسنيو له لارې وخت نا وخت غونډې ترسره کوي.

    په دې ډلو کې د مقاومت، ازادۍ او متحده تر نامه لاندې جبهې ځانونه د مطرح په حال کې ښیي؛ خو په تېرو دريو کلنو کې دې خیالي جبهاتو د خپلو مبارزو لپاره يوه کړنلاره او اساسي موخې هم واضحه نه کړې، چې د کومو موخو او د څه ډول افغانستان لپاره جګړه ترسره کوي؟

    په دې ډلو ټپلو کې د شر او فساد يوه جبهه چې ځان ته د ملي مقاومت جبهې نوم ورکوي، خو په حقيقت کې جوړه له څو تنو پنجشېري ازمايل شويو سياسونو څخه ده؛ دا جبهه چې د کورنيو جګړو، کابل ټوټې کولو او د فاريس مستقیم ملاتړي احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود لخوا رهبري کېږي، په تېرو دريو کلنو کې په دې ونه توانېدله چې د شاوخوا لسو ترسره شويو مجازي ناستو کې يوه واحده اعلاميه د طالبانو په وړاندې ورکړي او يو ګډ واحد نظر رامنځته کړي.

    همدا تېره مياشت د یادې جبهې د رهبرۍ شوری ناسته وه، چې ناسته د ټولنيزو رسنيو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدله؛ په دې ناسته کې دوستم په خپلو ملګرو او د جبهې په دوه ګوني چلند نيوکې وکړې، نوموړي وويل:«مونږ ته دلته هيڅ څوک (چې د ده موخه ازبک او په ځانګړې توګه ترک تبار وو) د ارزښت په سترګه نه ګوري» هغه ډیرې سپینې او توندې خبرې وکړې، د ناستې فضا يې ګډوډه کړه، چې يادې خبرې وروسته د شړېدلې جبهې په لا انشعاب تمامې شوې، چې د يونس قانوني او دوستم ترمنځ يې ډېرو تا ويلو او ما ويلو ته لاره پرانيستله.

    همدارنګه په وار وار د ویانا، دوشنبې او نورو حضوري ناستو کې د دوی ترمنځ حتی په يوې ګډې اعلاميې هم ګډ توافق تر دې دمه نه دی رامنځته شوی، چې دوی د کوم ډول مبارزې، سولې خبرو او راتلونکي لپاره مبارزه ترسره کوي.

    ددې جبهاتو تازه اختلافات وخت ناوخت رابرسېره کېږي؛ تېر کال په لندن کې د يوې غونډې پر مهال احمد مسعود ته نږدې علي ميثم نظري (چې هغه مهال د احمد مسعود ډلې وياند وو) د لکونو ډالرو د غلا او اختلاس په قضیه کې د ځينو نورو لخوا له فزيکي برخورد سره مخامخ شو.

    تازه په تازه د ازادۍ تر نامه لاندې د جبهې يو تن نصرت اقبال نومي کس د احمد مسعود اړوند له ځينو رازونو پرده پورته کړه، هغه په پخواني ټويټري او اوسني ایکس يو سپيس کې احمد مسعود یو فاحش ياد کړ او د خبرو په ترڅ کې يې زياته کړه، دا احمد مسعود چې ځان ډير عالي او پلان پلان بولي، د ده محترم په رهبري کې ښکنځل ماران ګمارل شوي دي، دا عالي جناب (احمد مسعود) غواړي پنجشيرۍ ټولنه له دې نور افغانستان څخه جدا کړي، ده کرار کرار همدا هڅه پيل کړې ده، اول غواړي پنجشیر د تاجکانو له لارې بيا بدخشان او هرات او همداسې دا نورې سيمې د هزاره او ازبک سره جدا کړي او له دې لارې دی د خپلو ښکنځل مارانو له لارې غواړي خپلې موخې تعقيب کړي».

    له‌ دې معلومېږي چې د شر او فساد د لارویانو ټولې ستونزې، اختلافات او د يو بل پښې وهل، په حقيقت کې د ځان مطرح والی، خپلو بادارانو ته نزدیکت او په خواله رسنيو د شتون او د قوت د څرګندتيا لپاره شپه او ورځ يو بل ته ښکنځل او د اختلافاتو راپورته کېدو اساسي عوامل دي.

    دا خلک چې په لاس کې حتی تر خپل کنټرول لاندې يوه لوېشت د هيواد جغرافیه نه لري، په انلاين ډول يو بل ته لاس په ماشه او په ځمکو وهلو لپاره شپه او ورځ کار کوي.

    د شخصي او بادارانو لپاره د مبارزې ترسره کوونکو شریرو لارويانو دا را برسيره کېدونکي اختلافات نه هم اولي او نه هم وروستني دي، بلکې د شخصي ګټو لپاره به یې نورې ډیرې ناويلې له وخت سره را برسېره شي، چې له لارې به یې افغان ولس درک کړي چې دوی په حقيقت کې څوک، د کومې موخې لپاره او ولې په داسې اختلافاتو او دروني ستونزو اخته دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد امنیت په برخه کې د اسلامي امارت او پرځېدلي جمهوریت پرتله او مقایسه
    راتلونکي مقاله کويټه کې د اورګاډي د تم ځای بريد مسوليت بلوڅ بېلتون پالو په غاړه واخيست

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 مې 2025

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې‌ په اړه…

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.