Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سمیع سادات د دجالي موخو د تطبیق په لټه کې
    لیکني

    سمیع سادات د دجالي موخو د تطبیق په لټه کې

    صابر افغانصابر افغان13 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت یو جنرال سمیع سادات چې د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وړاندې د ځانګړو ځواکونو قومندان و، د امریکایانو له خاصو همکارانو څخه و، خو کله چې نوموړي وغوښتل په وروستیو کې د کابل ساتنه وکړي، بهرنیو دوستانو یې باور پرې بایللی و.

    سمیع سادات د تېرو دریو کلونو را په دېخوا امریکا کې اوسېږي او د را ټولیدنې لپاره یې یو دفتر هم پرانیستی، یاد دفتر ته ځینې وخت د امریکایي پوځ متقاعد جنرالان هم ورځي، خو سادات او ټیم یې په ځلونو غوښتنې ترې کړي چې د نظامي جګړې له لارې بیا ځل افغانستان تسخیر کړي، مګر تر دې مهاله د بایللي باور په اعاده نه دی توانېدلی.

    د سمیع سادات یو تازه مهم غږیز کلیپ رسنیز شوی؛ نوموړی یاد کلیپ کې سناتور مایک والټز، چې د ټرمپ لخوا د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی، د مبارکۍ پیغام تر څنګ له نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغانستان په بیا نیولو کې همکاري ورسره وکړي.

    دا د سمیع سادات د لومړنۍ غوښتنې په توګه نه ده، ځکه چې نوموړي په ځلونو د بایډن له حکومته هم د بیا ځل باور ترلاسه کولو غوښتنې کړې وې، خو دا ځل یې ټرمپ ته د نږدې کېدو هڅې پیل کړي، مګر اوس یې غږیز کلیپ هم رسنیز شوی دی.

    نوموړي په افغانستان کې د امریکایي اشغال پر مهال د جګړې میدان ځکه په هلمند او نورو ولایتونو کې ګرم ساته، چې بې شماره لوژستیکي قراردادونه یې کړي وو او له همدې لارې یې پیسې پیدا کولې.

    سمیع سادات د امریکا تر څنګ، د اسلام له سرسخت دښمن او د بشریت له جنایتکار اسرائیلي رژیم څخه هم پر افغانستان د یوې بلي جګړې د تپلو غوښتنې لري او غواړي له جګړو تازه خلاص شوی افغانستان د غزې په ډول کنډواله کړي.

    اسرائیلي رژیم سره د بغاوتګرو پټي نږدې اړیکې هغه مهال لا څرګندې شوې، چې تازه د دوی له لارې په افغانستان کې یوازینی پاتي یهودي هم د دوی په مرسته تر اسرائیلو ورسېد.

    بغاوتګر هغه شریر عناصر دي چې د اسلامي نظام د دښمنۍ لپاره د یهودو غېږ ته هم پناه وړي، له هغوی په پټو او ښکاره اړیکو کې د هر اړخیز تمویل غوښتنه کوي، څو افغانستان کې هم دجالي موخې تطبیق شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏د شرعي حدودو د تطبیق دوام؛ پکتیا کې یو کس د قتل په تور قصاص شو
    راتلونکي مقاله دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د وسله‌والو په برید کې دوه پوځیان وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    عربي رسنیو د فاکس نیوز په حواله راپور ورکړی، چې د ایران وروستي پاچا زوی…

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.