Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»پرتله»د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت د اخلاقو پرتله او مقایسه
    پرتله

    د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت د اخلاقو پرتله او مقایسه

    صابر افغانصابر افغان23 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د طالبانو حکومت په لمانځه، ښو اخلاقو، حجاب او مشروع کاروبار امر کوي او له بداخلاقۍ، بې سترۍ، قمار، سود او نورو ناروا اعمالو خلک منعه کوي؛ ماشومان او ځوانان له دین او دیانت سره مینې او ښو اخلاقو ته دعوت کېږي.

    ځوانان د شرعي احکامو او سوچه اسلامي کلتور د عملي کولو او ځلولو په برخه کې سیالۍ کوي؛ تقوا، غیرت، پاک لمني او افغاني لباس د کرامت سمبول دی.

    د طالبانو حکومت هڅه کوي چې نارینه او ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټول حقوق ورکړي او همدا حقوق په خپله حکومتولۍ کې مراعات کړي.

    د ماشومانو له حقونو نیولې بیا د بې وسه کسانو تر هغو پورې په پام کې نیول شوي دي، چې ښه بېلګه یې هغه معذوره کسان دي چې د کار کولو توان يې نه درلوده او له بيت المال څخه د دوی د اړتیا په نظر کې نیولو په اساس حصه ور کوي.

    د دې برخلاف په پرځېدلي جمهوري حکومت کې بد اخلاقۍ او بربنډتوب ته ځانګړې کمپاینونه کېدل چې له امله یې بد اخلاقي او لنډغرتوب یو دود او کلتور ګرځېدلی ؤ.

    د جمهوریت په دوران کې په لویو ښارونو کې د بای فرینډ او ګرل فریڼد نندارې کلتور عامولو په پار منظم کار روان ؤ، تر څو په افغاني ټولنه کې د اروپا او غرب لوېدلي اخلاق او کلتور رایج کړي او د افغانانو اسلامي او افغاني ننګ او حیاء له منځه یوسي.

    همداراز په جمهوریت کې تر دې پورې خبره رسېدلې وه چې په کابل پوهنتون او د کابل په امریکایي پوهنتون کې همجنس بازانو ته استاذي رسېدلې وه او د خپل دې ذلیل فکر لپاره یې منظم کمپاین د محصلینو په منځ کې چلاوه؛ تعلیمې ادارو او سرکاري دفترونو کې د زده کړې او کمال پر ځای د موډ او فیشن سیالۍ موجونه وهل.

    د جمهوریت په عسکري او ملکي ادارو او ارګانونو کې اخلاقي فساد په اوج کې وو، تر دې پورې چې د ارګ داخل کې ورته منظم کار کېده او د دوی خپلې رسنۍ ورباندې وغږېدلې.

    په یوه لېسه کې په ماشومانو باندې د جنسي تېري پنځه نیم سوه پېښې د افغانستان په تاریخ کې یوه بده پېښه او فاجعه وه، چې افشاء کوونکې خبریال بیا د ملي امنیت له لوري د دې خبر د خپرولو له امله ونیول شو.

    په تلويزيونو کې د بې حجابي خپرولو او د بد اخلاقي رامنځته کولو په خاطر ډول ډول برنامې جوړېدلې، د نر او ښځې پېژندل پکې ګران شول، نر او ښځې ته په يوه سترګه کتل کېدل، کوم اخلاق چې اسلام کې ورته ور کړل شوي وو هغه نه رعايت کېدل.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد عراق حکومت له وزيرانو نيولې تر عادي کارمندانو خپل يو فيصد معاش غزې او لبنان ته ورکوي
    راتلونکي مقاله ‏افغانستان ته له چین څخه د رېل پټلۍ له لارې د وارداتي توکو لومړۍ محموله را ورسېده

    مربوطه لیکنې

    د امنیت په برخه کې د اسلامي امارت او پرځېدلي جمهوریت پرتله او مقایسه

    9 نوومبر 2024

    د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت ترمنځ د حاکميت پرتله او مقایسه

    8 نوومبر 2024

    په اسلامي امارت او پرځېدلي جمهوریت کې د ښځو د حقونو پرتله او مقایسه!

    24 اکتوبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    د ايران تسنيم اژانس خبر ورکړی، چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ…

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.