یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.
د شر او فساد ډلو غړي د پرځېدلي جمهوریت د هغه امنیتي او سیاسي بنسټونو مشران او غړي دي، چې د امریکايي یرغل پر مهال یې د بشري حقونو په تېریو، د ملکي وګړو پر وژنې، شکنجو او بې ګناه وګړو په زنداني کولو، اختطاف او نورو ورته مسایلو کې مستقیم ښکېل وو.
د پرځېدلي جمهوریت د حاکمیت پر مهال د قدرت جزیرې جوړې شوې وې، د هرې یوې زورواکې ډلې او بانډ مشر ځانګړي شخصي زندانونه درلودل، په یادو زندانونو کې دوی هغه افراد ساتل، چې محض لفظي مخالفت به یې کاوه، یا به هم د پیسو ترلاسه کولو لپاره تجاران له اختطاف وروسته په کې ساتل کېده، دغه شخصي زندانونه د فزیکي شکنجو مراکز وو او د شخصي ګټو لپاره استفاده ترې کېده.
د پرځېدلي جمهوریت اړوند رسمي زندانونه هم د سختو رواني او فزیکي شکنجو داسې مرکزونه وو، چې یاد او اثار یې د ژوندیو خلکو په ذهنونو او بدنونو کې لا هم پاتې دي؛ باګرام، پُلچرخي، د ملي امنیت د ولایتي ریاستونو نظارتخانې، مخفي زندانونه، چهل ریاست، نویم ریاست او څو نور زندانونه اکثر له داسې انسانانو ډک وو، چې په کلونو یې د جرم په اړه د پلټنې هڅه لا نه کېدل.
د شل کلن جمهوریت د همدې زندانونو، قدرت جزیرو او واک پر ګدۍ ناست مشران او مسؤلین د بشري حقونو د نقض واقعي مسؤلین دي، دوی د جمهوریت پر مهال بهرنیو یرغلګرو او یرغلګرو بیا دوی ته اجازه ورکړې وه، چې پر افغان ولس بې درېغه ظلمونه وکړي. همدا د شر او فساد لارویان د سړې جګړې پر مهال هم د بشري حقونو ناقضین وو.
د شر او فساد لارویان، د خپل حاکمیت پر مهال د امریکايي یرغل پر مهال له هغوی سره په ګډو عملیاتو کې هم د بشري حقونو په پراخو سرغړونو کې ښکېل وو، دوی د بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو او چاپو کې د بې ګناه ولسي وګړو په وژلو او ربړونو کې د بهرنیو یرغلګرو نږدې همکاران پاتې شوي او په هره بشر ضد کړنه کې یې دخیل وو.
د جمهوریت د حاکمیت پر مهال د شر او فساد د مشرانو او بهرنیو یرغلګرو له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه ګڼ شمېر راپورونه او شواهد د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه “امنستي انټرنېشنل” او “هیومن رایټس” لخوا خپاره شوې دي، چې د دوی له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه څرګند دلایل بلل کېدای شي.
د بشري حقونو نړیوالو دعوه دارو په افغانستان کې د جمهوریت د حاکمیت او د هغه له پرځېدو وروسته بیا هم هڅه نه ده کړې چې دغه چارواکي د بشري حقونو د ښکاره نقضونو له امله محاکمه کړي، یا هم بندیزونه پرې ولګوي، بلکې نړیوالو سازمانونو د دوی ملاتړ کړی او د جګړې لپاره یې پر شا ټپولي دي؛ ښکاري چې نړیوال د بشري حقونو د نقض په موضوع کې بې پرې نه دي او دوه مخی چلند کوي.