Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»خبر»خبري غورچاڼ»د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    خبري غورچاڼ

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    صابر افغانصابر افغان10 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۶/۸ ھ ق.

    • [ ] افغانستان:
      ۱_د سترې محکمې يوه پلاوي د يو شمېر مهمو دوسيو د څېړنو او بشپړولو لپاره شمال ته سفر کړی.

    ۲_بهرنیو چارو وزارت د سوریې پر خپلواکه خاوره د صهیونیستي رژیم هوایي بمباري په کلکو ټکو غندلې.

    ۳_دفاع وزارت: د ۱۴۰۴ ه.ش کال لپاره د امنیتي پلان جوړونې کلنۍ ناسته ترسره شوه.

    ۴_نيکلسون د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی.

    • [ ] مینځنی ختیځ:
      ۱_پر غزه د صهيونيستي رژيم د وحشت دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ عام وګړي شهيدان شوي.
    • [ ] نړۍ:
      ۱_وروسته له ډېرو هڅو سوريه کې د بشارالاسد د ظالم رژيم د خطرناک زندان «صيدنايا» یوه زیر زمیني پیدا شوه، چې بندیان یې په داسې حال دي، چې په پښو حرکت نه شي کولای.

    ۲_د لبنان په جنوب کې څلور تنه اسرائیلي پوځیان وژل شوي

    ۳_د فاریاب ولایت استیناف محکمې د دوو قومونو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني حل او فصل کړې.

    ۴_په خیبر کې یو ځایي وسله‌وال ګروپ له پاکستاني طالبانو غورځنګ سره یوځای شو.

    ۵_د صیدنایا وحشي زندان یوه بله دروازه هم وموندل شوه چې له دې سره به د یاد زندان په تل خونو کې د یوې برخې بندیانو په ژغورلو کې مرسته وشي.

    ۶_له پرله پسې هڅو وروسته د سوریې د صیدنایا وحشي زندان ورودي دروازه د «IHH« سازمان لخوا د لېږل شوي ترکي ډلې له خوا وموندل شوه.

    ۷_د اسرائیلو د پوځ جنګي الوتکو له خوا د سوریې په لاذقیه بندر باندې پراخې بمبارۍ ترسره شوي دي. په دغو بمباریو کې د اووښتو زیانونو او مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه ده وړاندې شوې خو د بریدونو شدت ته په پام سره د پراخې وېجاړۍ اټکل کېدای شي.

    ۸_اسرائیلو د بشار الاسد له رژیم څخه پاتې شوې د مېګ-۲۹ جنګي الوتکې بمبارد کړي او له منځه یې وړي دي.

    ۹_ویډیو: د صیدنایا زندان د ورودي دراوزې له موندلو وروسته په یاد زندان کې د ژغورونکو ډلو له‌ خوا د زندان د نورو پټو دروازو د لټون عملیات دوام لري.

    ۱۰_د سوریې پر پوځي اهدافو د اسرائیلو د بریدونو دوام؛ د نن ورځې په اوږدو کې یې ۱۵۰ اهداف په نښه کړي

    ۱۱_د سوریې د ملکي دفاع ادارې د بندیانو د پټو بند‌خونو د موندلو په برخه کې مرسته‌ کوونکو ته نغدي جایزه اعلان کړه.

    ۱۲_د بشار الاسد د ورور کور ښودل کېږي چې د ځایي خلکو له خوا ترې د کور توکي او نور وسایل لوټل کېږي.

    ۱۳_ويډيو: پر دمشق د صهيونيستي اسرائيلو بمبارد روان دی! په ټولتيزو رسنيو کې نشر شوې ويډيو کې ښکاري چې د پلازمېنې دمشق په برزح سيمه کې د سوریې د ساينسي څېړنو مرکز ښکاري چې د صهيونيستي اسرائيلو له لوري بمبارېږي.

    ۱۴_د تحريرالشام غورځنګ ځواکونو د سوریې پلازمېنې دمشق کې د بشارالاسد د رژيم سرتيري نيولي خو، خوشې کوي يې او ورته وايي تاسو زموږ کورونه وران کړل بچي مو را ووژل خو ځئ لاړ شئ تاسو ازاد ياست.

    ۱۵_د صهیونیستي اسرائیل هوایي ځواکونو د سوریې د حمص ښار په ځینو برخو کې پر پوځي ځایونو، د وسلو او مهماتو پر ډیپوګانو بریدونه کړي.

    ۱۶_د بشار الاسد د پلار حافظ الاسد د یوې سترې مجسمې د نړېدو په خوشحالۍ کې یو مسیحي په لوړ غږ د «شهادت» کلیمه وایي او ترې وروسته د دغه وحشي دکتاتور پر مجسمې په برید سره خپله هیله پوره کوي.

    ۱۷_د بشارالاسد رژيم له زندانونو خوشې شويو ډېرو بنديانو د ډول ډول شکنجو له امله خپلې حافظې له لاسه ورکړي.

    ۱۸_د سوريې د پلازمېنې دمشق په «حرستا» نومي روغتون کې د صيدنايا زندان د هغو بنديانو جسدونه دي چې د بشارالاسد د وحشي رژيم له لوري اعدام شوي وو، په يادو جسدونو د سختې شکنجې علايم له ورايه ښکاري.

    ۱۹_د صهیونیستي اسرائیل هوایي ځواکونو د سوریې په پلازمېنه دمشق کې تر ټولو مهم پوځي ځایونه په نښه کړي او په دغه ښار کې لا هم د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

    ۲۰_د اسرائیل هوایي او ځمکنیو ځواکونو له خوا د سوریې په مختلفو برخو کې لا هم بریدونه دوام لري او د دغه رژیم پوځي زغره‌وال ټانګونه دمشق ته نږدې د قطانه ښار ته چې له دمشق ښار څخه نږدې شل کیلو متره فاصله لري، رسېدلي دي.

    ۲۱_د بشارالاسد د وحشي رژيم له زندانونو څخه د نړۍ په کچه د سترو جنايتونو پېښې رابرسېره کېږي

    ۲۲_د سوریې پر پلازمېنه دمشق د صهيونيستي اسرائيلو ښکاره تېری پيل شوی.

    ۲۳_د سوریې پر پوځي اهدافو د اسرائیلو د بریدونو دوام؛ لسګونه جنګي الوتکې یې ویجاړې کړي دي.

    ۲۴_

    پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

    مخکینۍ مقالهنيکلسون د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی
    راتلونکي مقاله پښتونخوا کې له کوهاټ ولايت څخه يو مهم ګروپ د پاکستان د طالبانو غورځنګ سره يوځای شوی

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    18 جون 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    15 جون 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    4 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    ‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۶۷…

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.