د الجزیره خبري شبکې د راپور له مخې له نن سهار راهیسې د غزې ښار پر بېلابېلو برخو د صهیونیستي اسرائیلو په هوایي بریدونو کې ۳۷ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو پنډغالي او کورنه په نښه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د تېرې ورځې په اوږدو کې هم د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې تر ۵۷ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي وو او همدارنګه تر شلو ډېر کسان د صهیونیستي یرغلګرو ځواکونو له خوا ژوندي وړل شوي وو.